1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانيه ژر تر ژره د افغانستان څخه د خپلو عسکرو ايستل غواړي

۱۳۸۹ خرداد ۱, شنبه

د بريتانيې د نوي کابينې درې وزيران چي پکښي د بهرنيو چارو وزير ويليم هېگ، د دفاع وزير لايم فوکس او د نړۍ وال اقتصادي پرمختيا وزير انډريو ميچل هم شامله دي د خپل لوړ پوړي پلاوي سره کابل ته رسيدلي دي.

https://p.dw.com/p/NUx2
د بريتانیا د دفاع وزير لایم فوکس
د بريتانیا د دفاع وزير لایم فوکسانځور: picture-alliance/ dpa

د بریتانيی لوړ پوړی پلاوی کابل ته د رسېدو سره سم ويلي دي چي بريتانيه غواړي چي هر څومره ژر چي امکان ولري د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.

د بريتانيې د نوي رامنځ ته سوي ايتلافي حکومت وزيران به د حامد کرزي سره په کابل کي وويني. دا لومړي ځل دي چي د نوي بريتانوي ايتلافي حکومت وزيران و افغانستان ته سفر کوي.

افغانستان ته د روانېدو تر مخه د بهرنيو چارو وزير ويليم هېگ وويل:« پداسي حال کي چي څه د لسو زرو په شاوخوا کي بريتانوي عسکر په افغانستان کي دي نو د افغانستان موضوع د نوي بريتانوي حکومت لپاره تر څه څخه زيات لومړيتوب او اهميت لري.»

کابل ته درسېدو څخه تر مخه د دفاع وزير ليام فوکس و ټايمز ورځپاڼې ته وويل چي د پلاوي د سفر لومړۍ مو خه د هغو امکاناتو څېړل دي چي څنگه د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو وخت لا زيات رالنډ کړي. نوموړي زياته کړه چي بريتانيه به افغانستان ته نور عسکر ونه لېږدوي. ده وويل چي له وړاندي لا تر نهو زرو څخه زيات بريتانوي عسکر په افغانستان کي دي او دغه د بريتانيې لپاره هغه حد اکثر دي.

فوکس وويل چي د بريتانوي عسکرو د وتلو لپاره بايد موده وټاکل سي او دا چي په افغانستان کي د بريتانوي ماموريت پر توقوعاتو هم بايد خبري وسي.

فوکس په ډاگه وويل چي: «د بريتانيې ملي امنيت زموږ لومړي هدف دي. موږ نړۍ وال پوليس نه يو. موږ افغانستان ته د دې لپاره نه يو ورغلي چي په هغه يو هيواد کي چي د ديارلسمي پيړي په شرايطو کي قرار لري، د تعليمي نظام د پاليسي زده کړه ورکړو. زموږ اصلي هدف له ګواښونو څخه د بريتانيې د خلکو او د زمونږ د نړيوالو ګټو خوندي ساتنه ده.»

پداسي حال کي چي کرزي ژمنه کړېده چي د 2014 م مېلادي کال پوري به د افغان امنيتي ځواکونه د امنيت ساتلو دنده په بشپړه توگه پخپله اخيستلو جوگه سي، د بريتانيې د دفاع وزير غواړي چي د افغان امنيتي ځواکونو روزنه ژر بشپړه سي.

لايم فوکس وويل:«زه غواړم چي هلته د روزونکو او نورو مسؤلينو سره وږغيږم او پدې هلکه ورسره خبري وکړم چي د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کي څنگه چټک والي راوستل کېدلاي سي. هغه بېله دې چي د روزنې په معيار کي ټيټوالي راسي.»

د بريتانيې د دفاع د وزير دغه سپيني خبري پداسي حال کي راڅرگنديږي چي د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کي د بريتانوي بحري پوځ د يو عسکر د وژل کېدلو خبر ورکول سوي ؤ. د 2001 ل مېلادي کال راهيسي دا 286م برېتانوي پوځي دي چي په افغانستان کي وژل کيږي. په بشپړه توگه 1778 بهرني عسکر د افغانستان په جگړه کي وژل سوي دي چي پکښي 1081 يې امريکايي عسکر دي.

د عسکرو د شمېر له مخي بريتانيه دويم ستر هيواد دي. ناټو اوس په افغانستان کي څه باندي يولک او دېرش زره عسکر لري چي پکښي زياتره يې امريکايان دي. بريتانوي عسکر چي د هلمند په ناکراره ولايت کي په جگړه بوخت دي اوس يې قومنده يا مشري امريکايي جنرال ته ورکول سوېده.

پداسي حال کي چي امريکايي پوځيان د هلمند د مارجې د عملياتو وروسته اوس په کندهار ولايت کي هم د پوځي عملياتو چمتو والي نيسي، د بريتانيې د دفاع وزير فوکس ويلي دي چي بريتانوي عسکر به کندهار ته نه لېږدول کيږي.

فرانس پرس/ احمد ولي اڅکزي

کتونکي: عبدالباري حکيم