د جنوبي سوډان ځواکونه د تیلو غني ښار نیولی دئ
۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پر سوډان او په ۲۰۱۱ میلادي کال کي خپلواک شوی جنوبي سوډان باندي ږغ کړی دئ، چي د سرمشریزي په ترڅ کي دي خپل منځي شخړه هواري کړي.
د دې دمخه په سرحدي سیمو کي د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ نښتو لا زور اخيستی وو. د جنوبي سوډان ځواکونو په تیلوغني ښار هیګلګ نیولی وو. افریقايي ټولني له جنوبي سوډان ځواکونو څخه د سیمي د پریښودو غوښتنه کړې وه. په ۲۰۰۹ میلادي کال کي د ډنهاک د شخړو په منځګړیتوب سره د نړيوالي محکمې د حکم له مخي دغه سیمه د سوډان ده.