1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند له میرکل سره د فیسکال د پاکټ په اړه د تفاهم هیله لري

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14s9t

د اروپا د فیسکال پاکټ یا د مالیاتو لانجه ښایي د فرانسې راتلونکی جمهور رئیس فرانسوا اولاند، له المان سره یوځای حل کړي. د اولاند مشاور پیر موزوکوویچ، ویلي دي چې ښایي د دغې لانجې له پاره د حل یوه لاره پیدا سي. خو د المان حکومت لږ وخت مخکې اعلان کړی وو چې د مرستو په دې موضوع کې به په هیڅ صورت اساسي تغییر را نه سي. د روان کال د مې د میاشتی پر ۲۳ نېټه به اروپایي ټولنه په دې اړه یوه ځانګړې غونډه تر سره کړي.