1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي، د ناټو او افغاني ځواکونو د مارجې ولسوالي محاصره کړيده

۱۳۸۸ بهمن ۲۳, جمعه

د امريکې د متحدو آيالتونو په مشرۍ ځواکونو، په داسي حال کې چې په هلمند کې يې پراخو عملياتو ته تياري نيوله، د جمعې په ورځ له الوتکو څخه پاڼي وغورځولې او د راډيو د لاري يې پيغامونه خپاره کړل

https://p.dw.com/p/LzYH
د مارجې ولسوالي د محاصرې په حال کي
د مارجې ولسوالي د محاصرې په حال کيانځور: AP

تر څو افغانانو ته خبرداری ورکړي چې طالبانو ته دي د پټېدو ځای ورنه کړي .

په زرگونو امريکايي سمندري ځواکونه له افغان او ناټو عسکرو سره يو ځای د مارجې ولسوالي او ښارگوټی چې تقريبا 80.000 اوسېدونکي لري، چاپېره کړی او تړلی دی . مارجه و ولايتي پلازمېني لښکرگاه ته 20 کيلومتره څېرمه پرته ده .

نوي عمليات د «مشترک» تر نامه لاندي پر مخ وړل کيږي تر څو ياغيان او د مخدره توکو قچاقچيان له سيمي څخه وشړل شي، چې ډېر وخت يې سيمه په کنترول کې وه . له کله راهيسي چې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د عسکرو د زياتولو پرېکړه کړې ده، او له هغه وخت راهيسي چې په 2001 م کال کې د طالبانو رژيم راوپرځول شو، تر ټولو پراخ عمليات پيلېدونکي دي .

له 400 څخه زياتي کورنۍ د چارواکو په وينا له مارجې څخه تښتېدلي دي او په لښکرگاه او نورو ځايونو کې يې اړولي دي . د هلمند ولايت وياند داود احمدي وويل چې «خلک دې ته هڅول کيږي چې د طالبانو لخوا ځای پر ځای شويو د سړک غاړي د بمونو په اړه افغان ځواکونو ته معلومات ورکړي.» دغه بمونه د طالبانو اصلي وسله ده چې په مټ يې عسکرو او ملکيانو ته ډېر تلفات وراړولي دي . دواد احمدي زياته کړه چې ځواکونه لا تر اوسه د مارجې ښارگوټي ته نه دي ورننوتلي . خو طالبانو قسم خوړلی دی چې په سيمه کې به پاته شي او جگړه وکړي .

AFP/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري