1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا انګيلا ميرکل د کندوس د بمباريو د ملکي قربانيانو څخه خبره وه؟

۱۳۸۸ دی ۸, سه‌شنبه

د آلمان په لمړي وزارت کي د پوځي چارود پخواني دولتي معين پطر ويښرت،چه اوس د کار څخه ايستل شوی دی، داسي يادداشت پروت وو، چې ورپکښې ليکل شوي وه، د سپتمبر د مياشتې د 3 نېټې د گذار هدف هم تېل وړونکي ټانکونه

https://p.dw.com/p/LG9U
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکلانځور: dpa

او هم په هغه ځای کې موجود د طالبانو قوماندانان وه .

د تر اوسه پورې څرگندونو برخلاف د آلمان لومړی وزارت، کندز کې د سپتمبر د مياشتي د بمباريو په هکله د لومړۍ وزيرې ميرمن انگيلا ميرکل له حکومتي اعلاميې څخه مخکي لا د هغه عملياتو په جزئياتو خبر شوی وو.

په دې يادداشت کې دا هم کښل شوي وو، چې ډگروال کلاين گمان کاوه، چې د تېل وړونکو موټرونو له څنکه يواځي هغه وسله وال مخالف ځواکونه وو - کومو ته چې د ناټو په سندونو کې ياغيان ويل شويدي . په رپوټ کې راغلي، چې د مړو شمېر له 50 څخه تر 60 تنو پوري رسيږي . په يادداشت کې په ځانگړې توگه سره په ډاگه شوې، چې يو لس کلن هلک سخت ټپي او روغتون ته وړل شوی او ناتو - د ISAF د اټکل له مخي- د بې غرضه ملکي کسانو د وژل کېدو گمان هم کوي . ښايي په رپوټ کې باور ښکاره شوی وي، چې ملکي کسان هم قرباني شويدي .

لومړۍ وزيرې د دې معلوماتو له مخي په خپله حکومتي ابلاغيه کې وويل، که چېرته ملکي کسان مړه شوي وي، نو د جرمني حکومت ورباندي افسوس کوي . د دې څخه معلوميږي، چې لومړي وزارت ته له ابلاغيې وړاندې دا معلومات ورکړل شوي وه . هغه هم مخکې له دې نه چې انگيلا ميرکل د آلمان پارلمان ته خبر ورکړي .

د آلمان د پوځ په وزارت کې د دولت پارلماني استازي، کرستيان شمېت د پارلمان د مسيحي اختر د رخصتۍ تر مخ د دسمبر د مياشتې په 16 ورځ څرگنده کړه، چې لومړۍ وزيرې ته د ډگروال کلاين لخوا راليږل شوی د بمباريو د سبا رپوټ، د پارلمان په وړاندي له حکومتي ابلاغيې څخه درې ورځې وروسته ورکړل شوی ؤ . په دې رپوټ کې دا ويل کېده، چې په بمباريو سره تېل وړونکي ټانکونه او ياغيان له منځه وړل شوي . شمېت له دې سره دا گمان راپورته کړ، چې گويا د پوځ وزارت هغه مهال معلومات پټول . شمېت، څوک چې د سپتمبر په مياشت کې لا هنوز د پوځ د وزارت مامور وو، دا خبره د پارلمان په وړاندي کړېده .

خو دا ثابته خبره ده، چې لومړي وزارت کې، د انگيلا ميرکل تر ابلاغيې دمخه دا معلومات پراته وو، د کومو له مخي چې د پوځ وزارت هغه وخت د پارلمان ځانگړې جرگه گۍ خبره کړې وه . په دې معلوماتو کې هم د اهميت وړ جزئيات څرگند شوي وو.

د جرمني حکومت دا ډول تورونه په کلکه سره رد کوي . د دوی د څرگندونو له مخې، لومړي وزارت د سپتمبر د مياشتي په 8 سهار هم هغه معلومات درلودل، کوم چې د بهرنيو او پوځي چارو پارلماني جرگه گۍ ته د سپتمبر په 7 ورځ ورکړل شوي وه . يوه حکومتي وياند ويلي دي، د ډگروال کلاين رپوټ په رښتيا سره هم د حکومت له اعلاميې څخه دوې ورځي پس لومړي وزارت ته رسېدلی دی .

رولف کليمينت/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري