1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: نړيوال دي زموږ د بچيانو ټپونه و گوري، بيا دي زموږ زغم وگوري

۱۳۸۹ اسفند ۲۲, یکشنبه

ولسمشر کرزي چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو يو شمير چارواکي هم ورسره وه په کونړ کي د ناټو په وروستيو هوايي بريدونو کي د لسګونه وژل شويو کسانو د فاتحې په مراسمو کي برخه واخيسته.

https://p.dw.com/p/R8rZ
د کونړ په هوايي بمباريو کي يو ماشوم چي خپله پښه يې د لاسه ورکړې.
د کونړ په هوايي بمباريو کي يو ماشوم چي خپله پښه يې د لاسه ورکړې.انځور: DW/Shama Ahmadzai

کرزي وويل:«زه د افغانستان د خلکو په نمايندګۍ له نړيوالو ځواکونو په ډيري عاجزۍ او کمينۍ غوښتنه کوم چي نور زموږ په خاوره کي دا ډول عمليات بند کړي ، نور د افغانانو د صبر کاسه ډکه سوې ده ، له تيرو لسو کالو راهيسي دا ډول کړنه روانه ده خو افغانان ډير صبرناک خلک دي ، د ترهګرۍ خلاف جګړه دلته په کلو او بانډو کي نه ده بايد اصلي ځايونه يې په نښه سي او دا ځايونه دوي ته ورمعلوم دي ، دا لس کاله کيږي چي دلته زه بې ګناه وژل کيږم.»

ولسمشر حامد کرزي په ښکاره ډول د پاکستان قبايلي سيمو ته اشاره کوله چيري چي په وار وار د امريکايي بي پيلوټه الوتکو هوايي بريدونه ترسره کړي او په لسګونه کسان يې وژلي دي .

دي غونډي ته هغه ماشومان هم راوستل سوي و چي په ماڼوګي کي د ناټو په هوايي بريدونو کي ټپيان سوي ول .

کرزي د نړيوالو ځواکونو مرستيال مشر ته مخ ورواړاوه او ويې ويل: « تاسو زموږ د بچيانو ټپونه وګورۍ او بيا زموږ زغم وګورۍ که داسي پيښه په کوم بل ملک کي وسي انقلابونه کيږي. خو افغانان ډير سوله خوښ خلک دي او دوی نور جنګ نه غواړي زما هيله داده چي بيا ځل داسي تکرار نه سي.»

هغه وويل چي که ناټو د افغانستان خلک دوستان بولي نو بايد دغلته د خلکو بې ځايه نيول او وژل بند سي، ځکه چي هيڅوک خپل دوستان دومره نه ټکوي لکه ناټو چي افغانان ووژل او وې ټکول.

د ماشوم په ليدو سره د ښاغلي کرزي اوښکي و نه درېده.
د ماشوم په ليدو سره د ښاغلي کرزي اوښکي و نه درېده.انځور: DW/Shama Ahmadzai

کرزي وويل:« کله چي د بهرنيو ځواکونو مشرانو د عفوي غوښتنه وکړه چپ شوم ، وي ويل چي جمهوريس بخښنه راته وکړئ زه غلي شوم او ځواب مي ورنکړ ددوي نظامي مشران راته راغلل چي بښنه راته وکړئ زه چپ وم او ومي نه ويل چي ومي منل زما دا چوپيتا ددي مانا ورکوي چي نور دا کارونه نسم زغملای او بايد دا ډول کارونه نور بندسي.»

ولسمشر دا هم وويل چي افغانان سوله غواړي او له نړيوالو سره د سولي په راوستلو کي هر ډول همکارۍ ته تيار دي. خو غوښتنه يي داده چي دا جنګ بايد نور ختم سي.

ولسمشر حامد کرزي په داسي حال کي په کونړ کي له نړيوالو ځواکونو څخه د جګړې د ودريدو او د مليکانو په کورونو د عملياتو د بنديدو غوښتنه وکړه چي په همدې ورځ سهار وختي د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د انګورباغ په زرين اباد سيمه کي ناټو د يولړ تصفيوي عملياتو په لړ کي د يوي کورنۍ دوه تنه وژلي او د بل کور يو کس يې ژوندی له ځانه سره وړی دی.

د سيمي اوسيدونکي وايي چي نيول سوی کس د يو ښوونځی ښوونکی او وژل سوي دواړه کسان د ننګرهار په هوايي ډګر کي دولتي مامورين دي.

ناټو په يوه خپره سوې اعلاميه کي چي په ختيځ کي ددوی د مطبواعاتي دفتر څخه خپره سوې ويلي چي پدغه عملياتو کي د طالبانو يو مشر نيولي او دوه نور يي وژلي دي.

د ننګرهار ولايتي اداري همدومره ويلي چي دا عمليات لدوي سره په عمغږۍ ترسره سوي خو د نورو جزياتو په اړه يي څه نه دي ويلي.

شمعه احمدزۍ/ ننګرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل