1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او واشنګټن د ستراتيژيکو اړيکو پر سر خبري پيل کړي

۱۳۸۹ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د ستراتيژيکو اړيکو پر سر د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي د يوه امريکايي پلاوي او افغان چارواکو تر منځ خبري اتري پرون پيل سوي دي.

https://p.dw.com/p/R9GF
« د افغانستان حکومت او خلک به هيڅ هغه ګام پورته نه کړي چي په هغه کښي د افغانانو ملي ګتي خوندي نه وي»
« د افغانستان حکومت او خلک به هيڅ هغه ګام پورته نه کړي چي په هغه کښي د افغانانو ملي ګتي خوندي نه وي»انځور: AP

د افغانستان له اړخه د ملي امنيت سلاکار ډاکټرسپنتا، ولسمشر کرزی او د کورنيو ، د فاع او بهرنيو چارو وزيران په دغو مذاکرو کي برخه لري. خو د واشنګټن د پلاوي نوم لړ تر اوسه نده خپور سوی.

د افغانستان په يو شمير سيمو کي د امريکي د دايمي پوځي اډو، له ۲۰۱۴ کال وروسته د کابل او واشنګټن تر منځ پوځي همکارۍ او يو شمير نوري مسلې د دغو مذاکرو يوه برخه جوړوي.

د جمهوري رياست وياند وحيد عمر په يوه خبري غونډه کي وويل، چي کابل به له واشنګټن سره هيڅ يوه داسي هوکړه و نه کړي چي د افغانانو د غوښتونو خلاف او ملي ګټو ته زيان رسونکې وي.

« مخامخ خبري د امريکا له پلاوي سره په کابل کي رواني دي، د امريکا حکومتي پلاوی دلته دی چي زموږ سره د دوامدارو اړيکو پر څرنګوالي خبري کوي، دغه خبري تر اوسه پوري په خپل تخنيکي پړاو کي دي».

په افغانستان کي د امريکا د دايمي پوځي اډو جوړول د افغانستان د ګاونډيانو سختي انديښني را پارولي دي.

په تيرو دوو اونيو کي د ايران، پاکستان، روسيې او هند پلاوي کابل ته راغلل او په دي باب يي له افغان دولت سره خپل نظرونه او انديښنې شريکي کړي دي.

ايران، پاکستان او روسيه له دي په ويره کي دي چي ښايي په اوږد مهال کي دغه پوځي اډې د دوي د ګټو پر ضد وکارول سي، خو امريکا دغه انديښي لا وختي بي ځايه بللي دي.

احتمال سته چي د دغو اډو په جوړيدو سره به د کابل او يو شمير ګاونډيانو تر منځ اړيکي ترينګلي سي. خو د ولسمشر وياند وايي چي له واشنګټن سره په ستراتيژ يکو خبرو اترو کي د سيمي ټول حالات او حساسيتونه په پام کي نيول سوي دي.

« د افغانستان حکومت او خلک به هيڅ هغه ګام پورته نه کړي چي په هغه کښي د افغانانو ملي ګتي خوندي نه وي، د سيمې هيوادونو ته ګواښ وي او همدا راز له ۲۰۱۴ کال وروسته د نړيوالي ټولني او افغانستان تر منځ د اړيکو د پري کيدو لامل وګرځي».

د امريکا د حکومت دغه پلاوي په داسي حال کي له افغان حکومت سره د دوامدارو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګولو لپاره افغانستان ته تلل چي ټاکل سوې د امريکا ولسمشر بارک اوبهاما نن په افغانستان کي د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان سره وګوري.

په سپينه ماڼۍ کې د بندو دروازو تر شا د دې دوو امريکايي چارواکو د خبرو اصلي موضوع رسنيو ته په واک کي نده ورکړل سوي.

خو انګيرنه داسي ده چي په افغانستان کي ملکي تلفات، د امريکايي ځواکونو د تدريجي وتلو د پروسې پيليدل او په را راونه دوشنبه باندي افغان ځواکونو ته د يو شمير سيمو د امنيتي چارو سپارل به د دغو دوو امريکايي مقاماتو د خبرو اصلي برخي وي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل