په افغانستان کي د بنسټيزي بيا رغاوني مخه د مځکو غصب نيولې
۱۳۸۹ دی ۳۰, پنجشنبهد افغانستان د ښار جوړوني وزارت د خوست ښار پر پرمختیايي او ستراتيژيک پلان باندي کارکوي.
خو د ولسمشر سلاکار يوسف پښتون بيا وايي، تر څو چي دغصب مخه نه وي نيول سوې، بنسټيزه بياررغاونه ناشونې ده.
د افغانستان د ښار جوړوني وزير ډاکټر سلطان حسين حصاري او په پرمختايي چارو کي د افغان ولسمشر سلاکار يوسف پښتون خوست ولايت ته سفر کړی، او د دغه ولايت پر پرمختيايي او ستراتيژيک پلان باندي کار کوي.
د ښار جوړوني وزير ډاکټر سلطان حسين حصاري په خوست کي په يوه خبري غونډه کي ويلي دي چي، د هيواد د مرکز او ډيرو نورو ولايتونو په څير په خوست ښار کي هم ډيری نا قانونه لوړ پوړيزي ودانۍ جوړي سوي او د ښار پراختيا ته پکښي هيڅ پام نه دى سوى.
د حامد کرزي د پرمختايي چارو سلاکار يوسف پښتون وايي د هيواد په ډيرو سيمو کي يو شميرمهمي بنسټيزي پروژي د دولتي ځمکو د غصب له امله پاته سوي.
د هغه په خبره ترڅو چي په افغانستان کي د غصب مخه نه وي نيول سوې، د بيارغوني په برخه کي هيڅ ډول بنسټيز کارونه نسي ترسره کيدای.
خو د خوست ځايي چارواکي بيا وايي چي د ښار په ستراتيژيک پلان کي مهمو بنسټيزو کارونو ته ځاى ورکړل سوى. د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، د خوست ډيرى سوداګردې ته تيار دي ، چي د پلان د تطبيق پرمهال په لويه کچه شخصي پانګونه وکړي.
د خوست والي وايي چي، د خوست ښار نوى پلان د راتلوونکو٣٠ کالونو لپاره چمتو سوى.
د افغان حکومت دوه لوړ پوړي چارواکي پداسي حال کي د خوست ښار د پرمختيا پر ستراتژيک پلان کار کوي چي تر دې د مخه هم د تيرو څو کالونو راهيسي د خوست ښار دپراختيا او ستراتيژيک پلان د تطبيق اوازي رواني دي، خو تراوسه پدي برخه کي هيڅ نه دي سوي.
د ځايي اوسيدونکو په خبره همدا اوس د خوست په ښار کي پر ځينو لوړپوړو ودانيو باندي کار روان دی او ودانيږي.
خوست/ فريدالله ظاهر
کتونکی: نجيب الله زيارمل