په افغانستان کي جګي تجريبې د ګرجستان د ستونزو د حل دپاره ګټوري دي
۱۳۸۹ شهریور ۲۲, دوشنبههغه په نن په يوه غونډه کي ويلي دي چي په افغانستان کي زموږ پوځي ماموريت د پوځ دپاره ډير گټور دی.
« په افغانستان کي زموږ د پوځ موجوديت په دې خاطر ډير گټور دی چي دا امکان په لاس راکوي چي د نړۍ په ترټولو ښه اردو کي د ادغام په بڼه د ډيرو ښوو سلاو د کارولو زده کړي وکړي.»
د هغه په خبره دا ځکه چي موږ د خاوري د تماميت ستونزي لرو نو زموږ د پوځ د پاره جنگي تجريبې ډيري ضروري دي.
«ددغه ډول جنگي تجريبو د پاره افغانستان يوازنی مکتب دی چي سړی د واقعي جنگ په برخه کي هرڅه زده کړي»
د هغه په خبره گورجستان په ډيرو دلايلو سره نه سي کولای چي د يو قوي اردو د جوړولو څخه ډه ډه وکړي.
څو ورځي وړاندي د گورجستان د حکومت مخالف گوند غوښتنه کړې وه چي د افغانستان څخه د گرجستان عسکر را و ايستل سي.
دوې اونۍ وړاندي په افغانستان کي په يوه بمي چاودنه کي يو گورجی عسکر مړ او يو تن ټپي سوی و.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: محمد قاسم نوري