1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وروستيو اورښتونو د ننگرهار خلک ويرويلي

۱۳۸۹ اسفند ۲, دوشنبه

په افغانستان کي د زراعت وزارت د نورو پرلپسې اورښتونو اټکل کړی ، او وايي چي سږنی ژمی به ډير اوږد وي. د ننګرهار اوسيدونکي بيا د طبعي پيښو سره د مبارزې اداره پړه بولي چي د احتمالي پيښو په صورت کي چمتووالی نه لري.

https://p.dw.com/p/R2kU
په ننگرهار کي د تير کال د اورښتونو انځور
په ننگرهار کي د تير کال د اورښتونو انځورانځور: DW

دغه خلک په ننګرهار کي د تير کال د موسمي سيلابونو قربانيانو ته په اشارې‌ سره وايي چي، دغي ادارې ورسره مرسته نه ده ترسره کړې.

دوی وايي ياده اداره بايد د احتمالي پيښو د قربانيانو سره د مرستي لپاره بشپړ چمتوالی ولري

د دغه ولايت د کامي د ولسوالۍ يو تن اوسيدونکی وايي چي، تردې دمه لا دغه ادارې د هيڅ چا سره د پيښو پر وخت مرسته نه ده کړې .

« تير ځل چي سيلابونه راغلي ول زما کور يې ويجاړ کړی. خو زما سره هيڅ چاهم مرسته ونه کړه. سږکال بيا ويريږم که د کونړ سيند را ډير سي له ورته حالت سره به مخ سو.»

دوي دا غوښتنه هم کوي چي بايد دولت د سيلابونو د مخنيوي لپاره د سيند پر دواړو غاړو استينادي ديوالونه جوړ کړي تر څو د دغسي پيښو پرمهال د خلکو ژوند وژغورل سي.

د عبدالله په نوم يو بل تن بیا وايي چي افغانستان او په تيره بيا ننګرهار ته مرستي راځي خو ټولي شخصي جيبونو ته رواني دي .نوموړي المان دويچه ويله ته وويل:

« پيسي رارواني دي خو حقدارو ته نه رسيږي. ټولي د چارواکو او د هغوی د خپلوانو شخصي جيبونو ته رواني دي. بس دا خلک د نمايش لپاره په يو شمير ځايونو کي يو څو خيمي خلکو ته ورکوي او بس.»

تير کال په لغمان کي ډيرو خلکو ته تاوانونه ورسېدل
تير کال په لغمان کي ډيرو خلکو ته تاوانونه ورسېدلانځور: DW

ليکوال او د نظر خاوند راحت ګل زيارمل بيا په اداره کي د غير مسلکي کسانو شتون ته په اشارې سره وايي چي، د دوی ټول کارونه نيمګړي دي.

« پدغه اداره کي ټول مامورين غير مسلکي دي او کله چي مامورغير مسلکي وي، نو هغه به خلکو ته څه خدمت وکړي.».

خو په ننګرهار کي د پيښو په وړاندي د چمتوالي د ادارې يو تن مسوول عبدالواحد شيرزاد المان ږغ ته د خلکو د نيوکو په اړه وويل، دوی تر دې دمه په خپلو کارونو کي بريالي او ښه روان دي.

« همدا اوس موږ ته د مرکزي دولت له خوا ستاينليکونه راکول کيږي. ولي راکول کيږي؟ ځکه چي موږ ښه کار کړی دی. دا چي خلک خبري کوي زه نه پوهيږم خو موږ تر خپله وسه د دغوخلکو خدمت کړی او انشاالله په راتلونکي کي يې هم کو.»

د ننګرهار ولايت په بيلابيلو سيمو کي د تير کال موسمي سيلابونو په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ترڅنګ يي يو زيات شمير خلک بې کوره کړل.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل