1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميک کريسټل: کندهار د طالبانو د بغاوت زړه دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

پر کندهار باندي د نړيوالو ځواکونو د تعروضي عملياتو څخه مخکي امنيتي وضيعت ورځ تر بلي ويجاړيږي...

https://p.dw.com/p/N8MU
د کندهار ښار په يوه څنډه کي د ځانمرګي بريد ويجاړۍ
د کندهار ښار په يوه څنډه کي د ځانمرګي بريد ويجاړۍانځور: AP

د کندهار عمليات د جنرال سټنلي ميک کريسټل د هغي ژمني لپاره خورا اهميت لري چي ويلي ؤ، دی به د متحده ايالاتو له نوو تازه نفسو ځواکونو سره د طالبانو پر خلاف د اته کلني جګړي بهير ته د نړيوالو ځواکونو د برياليتوب په لور بدلون ورکړي.

د همدې هدف لپاره هغه تير کال له جمهور رييس بارک اوباما څخه د 30 زرو نورو سرتيرو لپاره غوښتنه وکړه او اوباما هم دا ورسره ومنله.

ويل سوي دي، چي د کندهار عمليات به حتي د هلمند مشترک نومو عملياتو څخه هم ډير ستر او پراخ وي.

په هغو کي به په ټوليزه توګه څه د پاسه 23 زره سرتيري ګډون وکړي، چي 8500 امريکايي، 3000 کاناډايي او 12000 افغان سرتيري دي.

د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز، امير البحر مايک مولن د کندهار هجومي عمليات په افغانستان کي د بغاوت د ټکولو لپاره د هغه د خپلي جملي له مخي «د بنسټ ډبره» ګڼلي ده.

واشنګټن هيله لري چي له دي حملو سره به طالبان کمزوري کړي او هغوي به د« سولي خبرو» اترو ته مجبوره کړي.

جنرال ميک کريسټل په کندهار کي د پوځي عملياتو د پر نقشې باندي د خبرو کولو پر مهال
جنرال ميک کريسټل په کندهار کي د پوځي عملياتو د پر نقشې باندي د خبرو کولو پر مهالانځور: AP

جنرال ميک کريسټل تير کال د کندهار د پوځي وضعيت تر څېړلو وروسته،دې نيتجي ته ورسيدی، چي کندهار د طالبانو د سترو جغرافيايي هدفونو څخه شمېرل کيږي او هغه يي د طالبانو د بغاوت زړه وګانه.

په اوسني وخت کي د رسنيو د رپوټونو له مخه نه يواځي دکندهار ولايت ډيری ولسوالۍ حتي د هغه د مرکز د کندهار ښار ځيني برخي د وسلوالو طالبانو تر کنترول لاندي دي.

که څه هم له څلوروکلونو را په دې خوا هلته کاناډايي سرتيري مېشت سوي، خو هغوی نه دي توانيدلي، چي د بغاوت په ټکولو کي لاس بري سي.

آژانسونه ليکي، چي حتي د ښار په دننه کي د لويديځو ځواکونو ډير لږ حضور ليدل کيږي. د هغه ښار ډيري هستوګني سيمي حتي د افغان پوليسو د کنترول له کړۍ څخه وتلي دي،خصوصاً د شپې له خوا.

په دې وروستيو کي،چي د نوو عملياتوخبره را پورته سوې، د ښار امينتي وضعت نور هم خراب سوی.

تيره ورځ ملګرو ملتونو خپل بهرني کارکونکي له ښار څخه و ايستل او ځايي کارکونکو ته يي وويل چي په خپلو کورونو کي پاته سي.

RTRE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل