مشعل:د حکومت د مخالفينو په منځ کي درز پيدا سوی
۱۳۸۹ اسفند ۲۶, پنجشنبهدغه اداره همدا راز وايي، د طالبانو او حقاني شبکې هغه قوماندانان چي د عملياتو له فشاره پاکستان ته تښتيدلي هلته د خپلو مشرانو اوامر نه مني.
د حقاني ډلي غړي چي ويل کيږي له القاعدې سازمان سره نږدې اړيکي لري د افغان دولت له لوري په ډليزو هدفي بريدونو تورن دي.
په داسي حال کي چي طالبان بيا د چريکي عملياتو، ماين ښخولو، ځانمرګو بريدو او ګوريلاي يرغلونو لامل بلل کيږي.
د افغانستان څار ګره اداره وايي نور هغه طالبان او د حقاني ډلي پلويان چي د جګړې د فشار له کبله له افغانستان څخه تښتيدلي د ملاعمر او حقاني اطاعت نه کوي.
د ملي امنيت ادارې نطاق لطف الله مشعل وايي چې ډيری دغه دولت ضد اورپکي په هلمند او کندهار کي د ورستيو عملياتو له ويري پيښور او کوټي ته تښتيدلي او هلته د خپلو مشرانو امر ته غاړه نه ږدي.
په کندهار او هلمند کي تير ميلادي کال پراخ چاڼيزعمليات تر سره سوي ول.
د ښاغلي مشعل وينا ده چي دوی د طالبانو د مشرتابه کړۍ تر منځ د بې باورۍ د رامنځ ته کيدو په اړه مستند راپورونه تر لاسه کړي دي.
« دا چي د طالبانو يو شمير قوماندانان د کوټي او پيښور د شورا ګانو دستور نه مني او د حقاني ډلي يو شمير مشران هم په همدې ډله کي دي، دا کار ددې لامل سوی چي د طالبانو او حقاني شبکې په ليکو کي پراخ اختلافات رامنځ ته کړي، دا موږ ته يو ښه زيری دی او د هغو په ليکو کي د پراخو اختلافاتو د رامنځ ته کيدو په هيله يو».
دا لومړي ځل ندی چي د طالبانو په ليکو کي د اختلافاتو د رامنځ ته کيدو خبره کيږي، تر دې دمخه هم څو څو ځله ويل سوي ول چي، د طالبانو يو شمير قوماندانان د خپلو مشرانو فرمان نه مني او پر خپل سر فعاليتونه او له حکومت سره تماسونه نيسي.
خو طالبانو په وار وار ويلي چي دوی تر واحدي قوماندې لاندي د افغان اوبهرنيو ځواکونو پر ضد خپله جګړه پرمخ بيايي.
په داسي حال کي چي افغان قواوي به تر څو راتلونکو ورځو د لومړي ځل لپاره د يو شمير ښارونو امنيتي مسوليت په يوازي سر په غاړه اخلي، د ملي امنيت دغه ډول څرګندوني کيدای سي د دښمن په وړاندي د پروپاګندا يوه برخه وي چي، هڅه کوي د خپلو مخالفينو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي.
د څارګري اداري وياند همدا راز زياته کړه چي دوی هيله لري د امنيت د انتقال پروسه په دقيقه توګه پيل او دغه لړۍ د وخت په تيريدو د ملک نورو برخو ته هم پراخه سي.
د ولسمشر کرزي د وعدې مطابق به د دوشنبې په ورځ يو شمير هغه ښارونه او ولايتونه په ګوتو سي له کومو څخه چي بهرني ځواکونه امنيتي چاري افغان عسکرو ته سپاري.
په تيرو دوو اونيو کي د ملک په بيلا بيلو برخو کي خونړۍ چاودني وشوې په خاصه توګه په شمالي کندز ولايت کي.
حکومت وايي چي په شمالي افغانستان کي د طالبانو يوه کوچنۍ ډله فعاليت کوي او د هغوی ډيری بريدونه هم ځان وژونکي دي.
د څارګري ادارې نطاق وايي چي تر راتلونکو څو ورځو پوري به په کندز ولايت کي د نا امنۍ پيښي د پام وړ را ټيټي سي او دوی يو شمير بهرني اورپکي په شمال کي نيولي دي.
لطف الله مشعل د ازبکستان د اسلامي غورځنګ هغه څلور تنه غړي رسنيو ته وښودل چي په وينا يې دوه يې اوکرايني او دوه نور يې افغانان دي.
دغه کسان د افغانستان په شمال کي له ترهګرو سره د تړاو په تور نيول سوي ول.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل