1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسيه د افغان کومانډو ځواکونو د جذب هڅه کوي»

۱۴۰۱ آبان ۱۰, سه‌شنبه

د افغانستان درو پخوانيو جنرالانو ويلي دي چې د افغانستان ځيني ځانګړي ځواکونه چې امريکايي قواوو روزلي ول او تيرکال د جمهوريت تر سقوط وروسته ایران ته تللي، اوس د روسېې په پوځ کې استخدامیږي تر څو په اوکراين کې وجنګيږي.

https://p.dw.com/p/4Iuue
د آرشیف انځور - د افغانستان د پخواني حکومت کومانډو ځواکونه
د آرشیف انځور - د افغانستان د پخواني حکومت کومانډو ځواکونهانځور: DW/S. Tanha

دغو درو پخوانيو افغان جنرالانو اسوشتید پریس خبري آژانس ته ويلي دي چې روسیه غواړي په زرونو افغان نخبه کومانډو ځواکونه د یو «بهرني لښکر» په توګه د ۱۵۰۰ ډالرو ثابتې مياشتنۍ تنخواه په وړاندیز سره جذب کړي.

د دوی په خبره روسيې همدارنګه افغان کومانډویانو او د هغوی کورنيو ته د امن ځایونو برابرولو ژمنه هم کوی چې دا له هغوی سره له ایرانه د اخراج په مخنیوي کي مرسته کوي. ډېر په دې فکر کې دي چې له ایران څخه افغانستان ته د کومانډویانو اخراج به د طالبانو په لاس د هغوی د وژل کېدو سبب واقع شي.

د دغو درو جنرالانو له ډلې يو يې، عبدالروف ارغنديوال، د افغان کومانډویانو په اړه وايي: «دوی نه غواړي جګړه وکړي، اما دوی بل انتخاب نه لري.» هغه زیاته کړه چې په ايران کې د کومانډو ځواکونو د لسو په شاوخوا کې قوماندان موجود دي چې اکثرو ېې ورته د اخراج په هکله خپلې اندېښنې شريکې کړي دي. ارغندیوال وايي: «دوی له ما پوښتنه کوي: موږ ته یوه د حل لاره وښيه؟ موږ باید څه وکړو؟ که بېرته افغانستان ته ستانه شو، کېدای شي طالبان مو ووژني.»

«د امريکا مخالفين له پخوانيو افغان کوماندو څخه ګټه اخيستلای شي»

د استخدام پروسه څوک مخته وړي؟

د ارغنديوال په خبره، د افغان کومانډو ځواکونو استخدامول د روسيې د واګنر ډلې د مليشه يي ځواکونو په مشرۍ ترسره کیږي. یو بل افغان جنرال هیبت الله علیزی وويل چې په دغه بهیر کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان هم مرسته کوي چې په روسيه کې اوسیږي او په ژبه پوهيږي.

د روسېې له خوا د افغان ځواکونو د استخدام خبره، د هغو امریکايي عسکرو د مياشتو میاشتو خبرداریو په ادامه کيږي چې افغان ځانګړو ځواکونو سره ګډ پوځي عمليات کړي دي. دغو امریکايي عسکرو خبرداری ورکاوه چې افغان ځانګړي ځواکونه کېدای شي د طالبانو له خوا ووژل شي او یا کېدای شي د ژوندي پاتېدو او يا هم پر خپل پخواني متحد د غوسې له کبله د امريکا له دښمنانو سره يو ځای شي.

افغان کومانډویان «لوړ او سخت جنګي مهارتونه لري»

په اګست مياشت کې د کانګریس په یو GOP رپوټ کې مشخصاً د افغان کومانډویانو د خطر په اړه خبرداری ورکړل شوی وو، کوم چې د امریکا سمندري ځواکونو او ځانګړو ځمکنيو ځواکونو له خوا روزل شوي دي.

امريکا په ايران کې د پخواني افغان کوماندو شتون خطر ګڼي

په دغه رپوټ کې اندېښنه ښودل شوې وه چې دغه ځواکونه کېدای شي په نهایت کې د امريکايي تکتيکونو په اړه معلومات د اسلامپاله ډلو، ایران او یا هم د روسېې په اختیار کې ورکړي او یا هم دغه ځواکونه د دغو هیوادونو او ډلو له پاره وجنګيږي.

د امريکا د څارګرې ادارې، سي آی اې، یو متقاعد مامور میخایل ملرای، چې په افغانستان کې ېې هم کار کړی وايي: «څرنګه مو چې ژمنه کړې وه دغه افراد مو راونه ایستل.» هغه زیاته کړه چې افغان کومانډویان د ډيرو لوړو جنګي مهارتونو درلودونکي دي او د شدیدو جګړو توانايي لري. ملرای وايي: «زه نه غواړم چې هغوی د بلې هرې جګړې په میدان کې ووینم، واضحاً، اما په یقین سره چې هغوی له اوکراینيانو سره جګړه نه کوي.»

هغه روسان چې جګړې ته زړه نه ښه کوي

د روسيې له خوا د افغان کومانډویانو د استخدام خبره داسې وخت کيږي چې ويل کیږي روسي ځواکونه په اوکراین کې تر فشار لاندې دي او د اوکرایني ځواکونو د تعرضي حملو په مقابل کې شاتګ کوي. د روسېې ولسمشر، ولادیمير پوتین، هم د قسمي بسيج اعلان کړی هغه اقدام چې د اسوشتید پریس په حواله، نژدې دوه لکه روسي نارینه ېې دې ته اړ کړي چې جګړې ته د استولو له وېرې له هیواده وتښتي. د رپوټونو پر اساس، هغه روسان چې له هیواده وتلي وايي چې نه غواړي په اوکراین کې جګړه وکړي.

د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو د نیولو او شکنجې ادعا

یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کې وايي چې د روسيې دفاع وزارت په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، اما په خپله واګنر ډلې دغه ادعا رد کړې ده.

د يوگيني پریگوژین یوه وياند چې په وروستیو کې ېې ځان د واګنر ډلې موسس ښودلی، د افغان ځواکونو د استخدام مفکوره رد او دا ېې «احمقانه او بې ځایه» خبره بللي ده.

«امریکا موږ یوازې پرېښودو»

د امریکا د دفاع وزارت هم دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، خو یو لوړپوړي چارواکي ويلي دي چې دغه ډول استخدام چې واګنر ېې په مختلفو هیوادونو کې د عسکرو د ګومارلو له پاره هڅې پيل کړي، حیرانونونکې نه ده.

د پخوانيو افغان امنيتي ځواکونو د اعدام په هکله نړيوالې اندېښنې

دغه چارواکی هم د ګڼو نورو په څير مني چې په ایران کې میشت افغان کومانډویان له اخراجه بېره لري او پر امریکا متحده ایالاتو غوسه دي چې په مېدان کې ېې يوازې پرېښودلي.

د افغانستان د پخوانۍ کومانډو يوه سرتیري چې د خپل ځان او کورنۍ د امنيت په خاطر نه غواړي نوم ېې خپور شي وويل: «موږ فکر کاوه چې هغوی [امریکا] به زموږ له پاره يو ځانګړی پروګرام جوړوي، خو هيڅ چا زموږ په اړه حتی یو فکر هم ونه کړ.» هغه زیاته کړه: «دوی موږ ډير ساده طالبانو ته پرېښودو.»

ښايي ډېر کمانډویان د روسيې وړانديز ومني

د کومانډو ځواکونو دغه سرتيري وويل چې د روسيې له خوا هغه ته په وړاندې شوی وړانديز کې هغه، میرمن او درو ماشومانو ته ېې چې اوس هم په افغانستان کې دي، د روسېې ویزې شاملي دي. نورو ته بیا په ایران کې د ویزو مودې غځول شوي دي. دغه سرتېری وايي چې هغه په وټس اپ ګروپ کې نورو ته منتظر دی چې څه کوي. اما دغه افغان سرتیری په دې باور دی چې ښايي ډیر کسان دغه وړانديز ومني.

طالبان: د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه بیرته جذبیږي

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو يو شمیر پخوانيو سرتيرو چې افغان ځانګړو ځواکونو سره ېې په ګډو جګړو کې برخه اخیستې، اسوشتید پریس ته د شاوخوا لسو داسې موارد ويلي دي چې طالبان اوس هم د کومانډو ځواکونو د قوماندانو د موندلو په موخه کور په کور تلاشي کوي.

زیاته شوې چې طالبان د دغو قوماندانانو لټون د هغوی د وژلو او شکنجې په موخه کوي او د نه موندلو په صورت کې ېې عین چلند د هغوی د کورنۍ له نورو غړو سره کوي. خو دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تائید شوي نه دي.

افغان کډوال د امريکا له پاره يوه ننګونه ده

بشري ډلې څه وايي؟

د بشري حقونو ډلې وايي واک ته د طالبانو تر رسېدلو یوازې درې میاشتې وروسته تر سلو ډیر پخواني افغان سرتيري، د ملي امنیت ادارې کارکوونکي او پولیس وژل شوي او يا په زور «لادرکه کړل شوي دي» سربېرې پر دې چې طالبان د عمومي عفوې ژمنه هم کوي.

امریکا متحده ایالاتو د اکتوبر مياشتې په منځ کې په يوه رپوټ کې مستند کړې چې د افغانستان د پخواني حکومت او پوځ اړوند ۱۶۰ منسوبين له محکمې پرته وژل شوي او ۱۷۸ نور نيول شوي دي.

طالبانو په کراتو ويلي دي چې دوی عمومي عفوه کړې او دغه فرمان ته ژمن دي او د خپلسري وژنو خبره ېې تر ډېره د خلکو تر منځ له خپلمنځي دښمنیو سره تړلې ده.

په ایران کې د افغان کومانډو ځواکونو یو سرتیری چې د روسېې وړاندیز يې منلی دی، ورور ېې وايي چې د طالبانو ګواښونو د روسېې د وړاندیز ردول سخت کړی دی. هغه وايي د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ېې ورور د درې میاشتو له پاره د خپلوانو په کورونو کې پټ وو او طالبان ورپسې ګرځيدل. هغه وايي: «زما ورور پرته له دغه وړاندیز منلو بله چاره نه لري.»

امريکا ته تخليه سوي افغانان د کور پيدا کولو ستونزې لري

«د کمانډویانو پرېښودل تر ټولو لويه تیروتنه»

د کابو ۲۰زرو او ۳۰زرو افغان ځانګړو ځواکونو له ډلې چې د دوو لسیزو په جریان کې ېې له امریکايي ځواکونو سره ګډه جګړه کړې، یوازې یو څو سوه لوړپوړي چارواکي ېې له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر وخت وايستل شول. خو هغه افغان کومانډویان چې په مستقیمه توګه ېې د امریکا له پوځ سره کار نه کاوه، د امریکا د ځانګړې ويزې پر شرایطو برابر نه وو او له دغه امتیازه بې برخې پاتې شول.

علیزی په دې هکله وايي: «دوی هغه کسان ول چې واقعاً ېې تر وروستۍ دقیقې پورې جګړه وکړه او دوی هيڅکله، قطعاً او قطعاً له طالبانو سره خبرې ونه کړې.»

جنرال عليزي وويل چې د دغو سرتېرو په هکله «هيڅ مذاکرات ونه شول او هغوی تر شا پرېښودل شول چې دا یوه تر ټولو لويه تېروتنه ده.»

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (02. 09. 2021):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل