1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مخالفين له پخوانيو افغان کوماندو څخه ګټه اخيستلای شي»

۱۴۰۱ مرداد ۲۴, دوشنبه

د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند د کانګرس غړيو ويلي دي چې پخواني افغان امنيتي پرسونل چې حساس معلومات لري او لا په افغانستان کې پاته دي، چين، روسيه او ايران ترې د امريکا پر ضد ناوړه ګټه پورته کولی شي.

https://p.dw.com/p/4FXmU
Afghanistan Special Force Kabul
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د يکشنبې په ورځ د امريکا د جمهوري غوښتونکو د کانګرس غړو دې ته اشاره کړې ده چې د بایدن اداره د دغو کسانو تخلیې ته په لومړيتوب ورکولو کې پاته راغلې ده.

د امريکا په استازو مجلس کې د بهرنيو چارو د کميټې غړيو چې په اقليت کې دي، دغه څرګندونو د طالبانو له خوا د کابل د نيول کیدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په خپاره کړل رپوټ کې کړي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې د بايدن اداره د امريکا له خوا د روزل شويو کوماندو ځواکونوانو او نورو ځانګړو قطعو په تخليه کې له ناکامۍ سره مخ شوې ده.

له افغانستان څخه د کابل هوايي ډګر له لارې د تخلیې د عملياتو په ترڅ کې چې له ګډوډۍ سره مل ول، ۱۳ امريکايي عسکر ووژل شول او په سونه امريکايي او په زرونه له خطر سره مخ افغانان تر شا پاته شول.

خو د بایدن اداره دغه عمليات «ستره بريا» بولې چې په ترڅ کی تر ۱۲۴ زرو ډېر امريکایان او افغانان خوندي ځايونو ته انتقال شول او په افغانستان کې یې د امريکا «نه ختمیدونکې جګړه» چې د څه نا څه ۳۵۰۰ امريکايي او د متحدينو ځواکونو او همدا راز د سونو زره افغانانو ژوند واخيست، پای ته ورسوله.

د روزل شويو کوماندويانو پاتېدل

خو په سونه هغه کوماندويان او د امنيتي ځواک غړي چې د امريکايانو له خوا روزل شوي ول، او همد راز د هغوی کورنۍ په داسې حال کې په افغانستان کې پاته دي چې داسې رپوټونه په ډاګه شوي چې طالبان د افغان امنيتي ځواک پخواني غړي شکنجه کوي او وژني يې. خو طالبان دا ډول تورونه ردوي.

د جمهوري غوښتونکو له خوا ويل شوي چې دغه پخواني پرسونل «کيدای شي د امريکا د مخالفينو لکه چين، روسیه او ايران له خوا چې په افغانستان کې یې خپل حضور ته دوام ورکړی دی، استخدام او يا هم د هغوی له پاره کار کولو ته مجبور کړل شي.»

USA Präsident Joe Biden Rede zur Lage der Nation
د امريکا کانګرس ځيني غړي: بايدن د ځانګړو افغان ځواکونو په تخليه کې پاته راغلیانځور: Win McNamee/Getty Images

رپوټ د «ملي امنيت له يوه ستر خطر» څخه خبره کړې ده ځکه چې دغه افغانان «د امريکا د پوځ او استخباراتو په تاکتيکونو، تخنيکونو او کړنلارو خبر دي.»

ځینو امريکايي چارواکو او کارپوهانو ويلي دي چې بايدن پرته له دې چې د افغانستان جګړه یې په سمه توګه ارزولي وي، له هغه څخه یې زده کړي وي او د تخلیې د پروسې مسئوليت یې منلی وي، له دغه هېواد څخه د وتلو هڅه وکړه.

د جمهوري غوښتونکو رپوټ د تخلیې د عملياتو نوي جزيات هم رانغښتي چې د کانګرس او د پوځ څرګندونې او هغه خبري رپوټونه هم پکې شامل دي چې ښيي څرنګه د بایدن ادارې د امريکايي قوماندانانو لارښونې له پامه غورځولي، په مناسب پلان جوړونه کې پاتې راغلې او د طالبانو له خوا یې د ۲۰۲۰م کال له هوکړه څخه سرغړونو ته پاملرنه نه ده کړې.

په يوه بله موندنه کې ويل شوي چې د بايدن حکومت د تخلیې په اړه تر ټولو مهمې پريکړې په ډېر ځنډ سره کړي دي، يعني تر هغه يوازې يو څو ساعته مخې چې طالبانو کابل ونيوه. په دې پريکړو کې د مثال په توګه له نورو هېوادونو سره د په زرونو تخليه کيدونکو افغانانو له پاره د ترانزيت د مرکزونو په اړه سلامشورې هم شاملې دي.

په رپوټ کې ويل شوي: «د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو او يا د تخلیې پروسې ته ډېر لږ چمتووالی نيول شوی وو.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: