1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په ايران کې د پخواني افغان کوماندو شتون خطر ګڼي

۱۴۰۱ شهریور ۱, سه‌شنبه

په امريکا کې د پخوانيو افغان ځانګړو ځواکونو په اړه چې ایران ته تللي دي، نيوکو زور اخیستی دی. داسې اندېښنې دي چې ایران به د امريکا له خوا روزل شوي دا ځواکونه په نيابتي جګړو کې وکاروي.

https://p.dw.com/p/4Fujw
Afghanistan verhängt Ausgangssperre
انځور: Sajjad Hussain/AFP

د امريکا متحده ايالاتو د يوه تازه رپوټ په حواله واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د افغان امنيتي ځواک تقريباً ۳۰۰۰ غړي چې لوړپوړي افسران او د امريکا له خوا روزل شوي د ځانګړي ځواک غړي هم پکې شامل ول، ایران ته یې پناه يوړله.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنيو چارو کمېټې مشر مايکل مک کاول چې جمهوري غوښتونکی دی، په دې وروستيو ورځو کې خبرداری ورکړ چې دغه کسان کولی شي د امريکا د پوځي روزنې او د امريکا د استخباراتي ادارو په اړه مهم معلومات د ايران حکومت ته ورکړي.

د مک کاول له خوا په ترتيب شوي يوه رپوت کې چې لا بشپړ شوی نه دی، او د اګست پر ۱۷مه نېټه خپور شوی دی، روښانه شوې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د حکومت پرځيدا ته څومره ناقص چمتووالی درلود.

د طالبانو له خوا هدف ګرځيدل

په رپوټ کې راغلي دي چې په خپله خوښه او يا د زور په نتيجه کې د پخواني افغان ځواک کوماندويان د امريکا د پوځ په اړه اررښتناکه محرمه پوهه د ايران حکومت ته ورکولی شي.

مک کاول پر حکومت تور لګوي چې پر هغو امنيتي خطرونو سربیره هم چې د دغو ځانګړو ځواکونو په امريکا کې د نه منل کيدو له وجې متوجې ول، حکومت د هغو منلو ته لومړيتوب نه دی ورکړی.

د امريکا د خپلو معلوماتو په حواله د تخلیې په وروستيو ورځو کې یې کابو ۱۳۰ زره کسان له افغانستان څخه را ايستلي دي. خو اوس هم په لسونو زره هغه افغانان چې دوې لسیزې یې د امريکا له پوځ سره مرسته کړې، په افغانستان کې پاته دي.

د پخواني افغان پوځ يوه جنرال عبدالهادي خالد له دويچه ويله سره په خبرو کې په دې اړه وويل: «د افغان ځانګړي ځواک يو شمیر عسکر په دې تېرو څو مياشتو کې د طالبانو له خوا په نخښه شوي او وژل شوي دي.»

Afghanistan, Kandahar province | Einsatz der Afghan Special Forces gegen die Taliban
پخوانو افغان کوماندويانو له امريکايانو سره اوږه په اوږه جگړه کړېانځور: Danish Siddiqui/REUTERS

نوموړي زياته کړې چې د طالبانو د واکمنېدو تر مخه ځانګړي ځواکونه د دغو وسله والو اصلي هدف ول. خالد ټینګار کوي: «هغوی د افغان پوځ تر ټولو غښتلي عسکر ول او کلونه کلونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګيدلي او د يو شمير ترهګريزو بريدونو مخه یې نيولې ده.»

د افغانستان د پرځول شوي حکومت د کورنيو چارو وزارات دا پخوانی مشاور اوس په امريکا کې ژوند کوي او د ځانګړو ځواکونو د هر يوه عسکر د ژوند په اړه اندېښمن دی. دغه پخوانی جنرال وایي چې  ټولټال شمير یې کابو ۳۰ زرو ته رسيده، دا چې څومره یې اوس په افغانستان کې دي، روښانه نه ده. 

په نيابتي جګړو کې استفاده؟

پخواني افغان ديپلومات احمد سعيدي له دويچه ويله سره په خبرو کې په دې هکله وويل: «هغوی څو کاله له امريکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګيدل. اوس هغوی نه يوازې د خپل ژوند په اړه اندېښنه لري؛ بلکې د خپلو کورنيو د غړيو د ژوند په اړه هم اندېښمن دي.»

نوموړي زياته کړې: «له دوی څخه یې هغو چې ايران ته یې پناه وړې ده، هیڅ بل انتخاب یې نه لاره او يا دا چې هيڅ هيله یې نه لرله. هغوی نه يوازې مهم معلومات لري، بلکې د جګړو تجربه لرونکی ځانګړي ځواکونه دي. تهران کولی شي هغوی په سيمه کې د نيابتي جګړو له پاره وکاروي د مثال په توګه په يمن کې.»

«د امريکا مخالفين له پخوانيو افغان کوماندو څخه ګټه اخيستلای شي»

ايران په يمن کې د حوثي شعيه ملېشو ملاتړ کوي. دغه ملېشې تر اووه زيات کلونو راهيسې د يمن په کورنۍ جګړه کې ښکيل دي. سعودي عربستان بيا د دغو ملېشو له مخالفينو سره مرسته کوي.

ايران په ماضي کې هم له افغانستان څخه ورغلي مهاجر په پوځي ماموريتونو کې استخدام کړي دي. په سوريه کې د اسد رژيم د ملاتړ په موخه ایران آن لس کاله تر مخه د «فاطميون واحد» په نامه ځواک رامنځته کړی.

دا واحد له هغو افغانانو جوړ دی چې په تېرو څلويښتو کلونو کې ایران ته مهاجر شوي دي. وسله وال افغانان چې په سوريه کې د جګړې له پاره حاضريږي، په مياشت کې کابو تر ۵۰۰ ډالرو پورې پېسې ترلاسه کولی شي.

د فاطميون - پوځ د ایران سپاه پاسداران په القدس ليوا کې مدغم شوی دی. القدس ليوا له ایران څخه دباندې د ځانګړو عملياتو مسئوليت پر غاړه لري.

ب. ص/ ن. ز (Shabnam von Hein)

زموږ له آرشيف څخه: