1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان امنيتي ځواکونو د اعدام په هکله نړيوالې اندېښنې

۱۴۰۰ آذر ۱۴, یکشنبه

په افغانستان کې د طالبانو د ولکې راهيسې ګڼ شمېر پخواني امنيتي ځواکونه اعدام يا لادرکه کړل شوي دي. دغه خبره د بشري حقونو د څار سازمان کوي.

https://p.dw.com/p/43qyi
Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
آرشيف انځور ـ طالب جنگيالی په کابل کېانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د امريکا متحده آيالات، اروپايي ټولنه او نور هېوادونه د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له کبله اندېښنه لري چې له مخې يې په افغاستان کې پخواني امنيتي ځواکونه لادرکه يا اعدام کړل شوي دي.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۴نېټه) د متحده آيالاتو له خوا په يوه خپره شوې بيانيه کې راغلي:»موږ ټينګار کوو چې دغه شکمنې کړنې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې دي او د طالبانو له خوا د اعلان شوې عفوې سره په تضاد کې راځي.«

همداراز په بيانيه کي زياته شوې:»موږ پر طالبانو غږ کوو چې د افغاني امنيتي ځواکونو او پخوانيو حکومتي چارواکو له پاره دغه عفوه په اغېزمن ډول عملي کړي.« دغه بيانيه د څرګندونو له مخې آلمان، سويس، بريتانيا، جاپان، کاناډا او آستراليا لاسليک کړې ده.

د سه شنبې په ورځ د بشري حقونو د څار ټولنې د خپاره شوي راپور په حواله وسله والو طالبانو تقريبا درې نيمې مياشتې پخوا قدرت ته د رسېدو راهيسې د هېواد له ۳۴ ولايتونو څخه په څلورو کې څه باندې ۱۰۰ پخواني عسکر، پوليس يا استخباراتي کارکوونکي اعدام او بې درکه کړي دي.

د طالبانو مشرتابه، قدرت ته تر رسېدو څو مياشتې مخکې لا د امنيتي ځواکونو له پاره عمومي عفوې اعلان کړی وو او پر دغې خبرې يې د پلازمېنې کابل تر سقوط وروسته هم څو ځلې ټينګار کړی وو.

ډېری ولايتونه او پلازمېنه کابل تقريبا بې له جګړو د اسلام پالو طالبانو لاسونو ته لوېدلي وو. په ډېرو ولايتونو کې ورته امنيتي ځواکونه په ډله يز ډول تسليم شول.

د امريکا متحده آيالاتو له خوا خپره شوې بيانيه کې دا هم ويل شوي چې ښکاره کړل شوي موارد بايد ډېر عاجل او په شفافه توګه وپلټل شي. ورسره بايد مسئول کسان تر حقوقي تعقيب لاندې راشي. په بيانيه کې راغلي:»موږ په ژوره توګه د پخوانيو امنيتي ځواکونو د وژنې او لادرکه کېدو د راپورونو له کبله اندېښمن يوو چې د بشري حقونو د څار ټولنې او نورو له خوا مستند کړل شوي دي.«

آ./ن.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: