1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رباني: د طالبانو پخلا کول د اسلامي امارت د جوړیدو مانا نه ده

۱۳۸۹ اسفند ۲۷, جمعه

خو په داسي حال کي چی د پسرلي له رارسيدو سره په افغانستان کي د زور زياتيو لمن پراخه شوي، د سولي د عالي شورا رييس برهان الدين رباني د افغان حکومت له ټولو وسلوالو مخالفينو سره خبري ضروري بولي

https://p.dw.com/p/RAOS
د افغانستان د سولی د عالی شورا رییس برهان الدین ربانی
د افغانستان د سولی د عالی شورا رییس برهان الدین ربانیانځور: AP

برهان الدین رباني وايي له هغو ډلو سره باید خبري وشي کوم چی دمګړۍ په افغانستان کی په بیلا بیلو جنګي جنایتونو بوختی دي.

رباني دغه څرګندوني تیره ورځ په کابل کی د جمیعت ګوند د پلویانو یوي غونډي ته وکړي.

د جمیعت ګوند مشر او د حکومت د سولي د عالي شورا مشر برهان الدین ربانی وايي له هغو کسانو سره چی په ځانمرګو بریدونو، ماین چاودنو او ډل وژنو لاس پوري کوي باید خبري وشي.

رباني یو شمیر هغه جنایتونه او ځانمرګي بریدونه چی دمګړۍ د هیواد په بیلا بیلو برخو کی تر سره کیږي د طالبانو کار نه بولي او وایی چی طالبان په ډیرو دغو پیښو حتی خبر هم نه دي.

نوموړي په خاصه توګه د هغو ډلو نومونه وانخیستل چی پر وینا یی دغه اعمال تر سره کوي.

د سولي د عالي شورا د ریس دغه څرګندوني پر داسي مهال خپریږي چی افغان دولت له هغو کړیو سره مذاکري ناشوني بولي چی په جنګي جنایتونو او ډل وژنو کی لاس لري.

رباني وايي د طالبانو ډیری مشران چی د سولي د پروسي ملاتړ کوي په بیلا بیلو پلمو وژل کیږي.

برهان الدین رباني: «ډیری کسان چی نن ورته طالبان ویل کیږي، اصلا په دغو تصمیم ګیریو باندي خبر نه دي، د هغوي په نومونو چاودني کیږي، د هغوي په نوم وژني تر سره کیږي، دا کارونه د نور ګرپوونه او نورو ډلو دي، داسي هم شوي کله چی طالبان له مونږ سره د سولي تماسونه نیسي ترور شوي دی.»

برهان الدین رباني همدا راز دا هم وویل چی دوي د طالبانو د پخلایني لپاره کارونه پیل کړي او دا په دی مانا نده چی له حکومت سره د هغوي په یو ځای کیدو به یو ځل بیا په افغانستان کی د طالبانو اسلامي امارت جوړیږي.

رباني په ملک کی د سولي د راوستلو لپاره پیل شوی خوځښت له ستونزو ډک او ګران کار وباله چی پر وینا په دغه لار کی زیاتو هڅو ته اړتیا ده او ډیر ستړیاوي باید وګالل شي.

رباني وايی :«په ډیرو هیوادونو کی د جګړ پر مهال د ښکیلو لوریو له خوا وژنی سوي، تباهۍ او بربادۍ رامنځ ته سوي، خو بیا هم هغوي د دی لپاره چی له زیاتو قتلونو او ویني تویولو مخ نیوی شوي وي د سولي لاره غوره کوي او په خپلو کی مذاکرو ته کښیني.»

د جمیعت ګوند د مشر او د سولي د عالي شورا د ریس دغه څرګندوني پر داسي مهال خپریږي چی د ولسمشر پخوانی مرستیال احمد ضیا مسعود بیا ملک په یوه ژور کړکیچ کی ډوب بولي.

مسعود په دی باور دی چې په ډیرو مواردو کی د تند لارو ډلو او حکومت پالیسۍ یوه بڼه لري.

احمد ضیا مسعود: « بدي مرغي، د حکومت پالیسۍ د ترهګرو ډلو له پالیسو سره یو شان سوي دي، اوسني شرايط زمونږ هیوادولو ته په هیڅ وجه د زغم وړ نه دي.»

د جمعیت ګوند د دغو دوو کلیدي غړو دغه ضد او نقیصي څرګندوني په داسي حال کی خپریږي چی افغان حکومت هڅه کوي په هر قیمت چی یی امکان وي نارضایان له وسله وال بغاوت څخه را وګرځوي.

خو وسله وال طالبان د بهرنیو سرتیرو د شتون په صورت کی په بیا بیا مذاکرو ته د خپل نه چمتو والي ژمنه تازه کوي.

او له دی څخه داسي نتیجه اخیستل کیږي چی د افغان حکومت هغه پلان چی غواړي طالبان د سولي میز ته حاضر کړي، په لنډ مهال کی یی تحقق ساده نه ښکاري، او ښایې دغي هیلي ته د رسیدو لپاره بیا هم افغانان ډیري قربانۍ ورکړي

میرویس جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل