1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار انارو نړيوالو بازارونو ته لاره پيدا کړې

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

د کندهار انار چي د افغانستان دننه او د باندي کښی یو خاص شهرت لري، د ولس مشر حامد کرزي د حکومت په راتلو سره نړیوال بازارته لاره پیداکړې ده.

https://p.dw.com/p/QcIA
د کندهار انار
د کندهار انارانځور: DW

سږ کال هم د کندهاره څخه په لس هاوو ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته صادر سوه.

د کندهارپه هوايي ډګر کښی د کندهار د انارو د میوې د صادراتو پرمهال د کندهار دولایت مرستیال انجنیر عبدالطیف اشنا وویل:

« د افغانستان دولتی چارواکي،افغان کروندګر، باغ لرونکي او حتي ټول ولس پدی هیله او ارزو وه چي یوه ورځ د افغانستان محصولات نړیوال مارکیټ ته لاره پیدا کړي.»

د اشنا په خبره د افغانستان د خلګو د اقتصاد د پرمخ بېولو لپاره، دا دی نن افغانستان د میوو او محصولاتو د لیږد په درشل کښي دی.

داسی ورځ راتلونکې ده چي افغانان به له روا کټي او روا تجارت څخه خپل کور او کلی آباد کړي.

بله خوا د کندهار د هواي ډګر د ملکی برخی مسؤل احمدالله فیضی وویل:« دولت په پلان کښي لري ترڅو په هوايي ډګر کښي د باغ لرونکو او کروندګرو د محصولاتو د ساتني په موخه سوړ ساتنځای یا سړه خونه د نړیوالو په مرسته جوړه کړي.

کروندګر او باغ لرونکی به خپل محصولات دی سوړ ساتنځای ته راوړی او لدی ځایه به په الوتکو کښی نړیوال مارکیټ ته صادریږی.

د کندهار د کروندګرو اوباغ لرونکو په استازیتوب د ارغنداب ولسوالی ولسوال شاه محمد وویل:

« د انارو د میوې باغ لرونکی او کروندګر ارغنداب ولسوالي کښۍ د هغو انارو د میوی لپاره چي خارجی مارکیټ لپاره نه وی او یا هم نه صادریږی د جوسو د یوې فابریکې د جوړوني غوښتنه لري.»

د هغه په خبره چي نړیوال پدې برخه کښي باید د افغان باغ لرونکو او کروندګرو سره دا ډول مرستی وکړي.

د یادوني وړده چي د کندهار انار په نړۍ کښي د هغو لسو مېوو په ليست کښي ځای لري چي ترډیره د نړۍ خلګ په مصرف رسوي.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل