1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان سره د مرستو سره سره د اروپا پولي واحد تر فشار لاندي دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

د اروپايي ټولني لخوا د يونان سره د مرستي سره سره د اروپا پولي واحد تر فشار لاندي دي چي ويل کيږي ورځ تر بلي خپل ارزښت د لاسه ورکوي خو کارپوهان بيا دا د تشويش وړ نه گڼي...

https://p.dw.com/p/NFm4
د نوري دنيا په نسبت د ايرو په اسعاري زون کښي اقتصادي وده تر يوه حده پوري ساکته ولاړه ده
د نوري دنيا په نسبت د ايرو په اسعاري زون کښي اقتصادي وده تر يوه حده پوري ساکته ولاړه دهانځور: AP

د سږکال په جريان کښي ايرو هيڅ وخت په دې اندازه ارزانه نه وه . خو د جرمني د ډيکا بانک د اقتصادي مسايلو رييس اولريش کاتر هغه ته بدبنه ندی ،او وايي چي ايرو دونه ضعيفه هم نده .

« موږ تر اوسه لا په داسي ساحه کښي يو ،چيري چي ايرو به بيا هم قوي وي .»

د کاتر دپاره ايرو په مقايسه ډول اوس هم قوي ده، او دی د ايرو د رانيولو او معاملې قوت د هغه پر راکښته کيدو سربيره ښه ويني . دی وايي ،

« ايرو کولای سي په هر ځای کښي تبادله سي ، بيله دې چي د يوې ضعيفي

ايرو څخه خبري وکو . »

او پر همدغه سمت به دی په آينده کښي هم حرکت کوي ، ځکه چي اقتصاد د ايرو د اسعاري زون په نسبت د امريکا په متحده ايالاتو کښي ډير ژر او مثمر ډول سره بيرته احيأ سو . دی بيا وايي

«د نوري دنيا په نسبت د ايرو په اسعاري زون کښي اقتصادي وده تر يوه حده پوري ساکته ولاړه ده . اقتصادي نوسانات هم پر هغه باندي اغيزه کوي . دا به ښه وي چي زموږ اقتصاد کله کله بيرته ثبات پيدا کي ، خو د امريکا اقتصاد به ددې سره کومک وکي ، چي ډالر به په اول سر کښي قوي سي . امکان لري د امريکا مرکزي بانک د اروپا د مرکزي بانک برعکس ټکت پولي لوړه کي . »

او پدې وسيله امريکايي ډالر قوي او ايرو برعکس ضعيفه سي . داچه دايرو پر کښته کيدو باندي چا ډيره اغيزه کړې ده ، نو اقتصادي کارپوه کريس څويرمن د هغه مسؤلين داسهامو او اسعارو تجاران او تبادله کونکي بولي . دده په نظر دوی په دې کښي ډير رول درلودلی دی، چي دايرو راکښته کيدنه نوره هم ډيره سي . دی وايي،

« کوښښ کيږي چه هر هغه څه چي سړی لري ، خرڅ يې کي ، مثلأ سهمونه يا تر يوې اندازې پوري اومه مواد . دا ددې سبب کيږي ، چي ډالر قوي سي ، او هغه نه يوازي د ايرو په مقابل کي ، بلکه د نړۍ د نورو ټولو اسعارو په مقابل کي .

پدې ډول نو موږ د يوه بين امللي حرکت سره سروکار لرو ، چي د ډالر د قوي کيدو سبب سوی دی ، او په اوس وخت کښي د ايرو پر ضد . »

خو دی په دې نظر هم دی ، چه کيدای سي ددغه حالت څخه ښه نتايج هم پلاس راسي .

«کله چي سړی د خطر څخه خبري کوي ، نو بايد بلي خواته هم هميشه وويل سي ، چه د ايرو اوسنۍ ضعيفتيا د اروپا د اقتصاد د بيرته غوړيدو يو ښه پروګرام هم دی . نو بايد سړی د ايرو دغه راکښته کيدو ته په ډيره منفي سترګه هم ونه ګوري . »

د کوميرڅ د بانک څخه د خارجي اسعارو کارپوه انتيا پرافيکو هم عين نظر لري اووايي چي د ايرو ضعيفتيا د جرمني د صادراتو سره کومک کوي .

«په دې وسيله طبعأ هغه اموال چي په خارج کښي خرڅيږي ، ارزانه کيږي ، چي د هغه مطابق ډير خرڅيږي او ګټه يې هم ډيريږي . خو هغه بله خواهم طبعأ ډيره نه متضرره کيږي ، د مثال په ډول دا کار ددې سبب کيدای سي ، چي د ايرو د اسعاري زون څخه سرمايه ورانتقال سي . »

Kochanski, Peter/محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل