د يو پوډري کيسه
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبهښوونکی له هغه څخه ستاینه وکړه او دری نور زده کونکی صبور، شاکر او ذکی یی ملامت کړل. صبور او شاکر په یوی ګوښه لاری کې د خپل ماما زوی، اشرف، له یو بل روږدی سره د پودرو د څکولو په وخت کی ګیر کړ او بیا هغوی په روغتون کی بستر شول. دا مو هم واوریدل چی د اشرف پلار د هغه یعنی د اشرف له روږدیدو څخه خبر شو او روغتون ته ورغی. اوس اورو چی د روږدو یا په نشه یی توکو د اخته کسانو خبره کوم ځای ته رسیږی.
زمونږ خلکو ګاونډیو هېوادونو ته د مهاجرت په دوره کی ډیری سختی ورځي تیری کړی او ډیری ترخی خاطری يې له ځان سره راوړی دی چی زمونږ دغه کیسه د هغو ورځو د واقعیتونو یوه کوچنی برخه تمثیلوی.
ښه به وی که زمونږ هغه دوستان چی ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوی دی، خپلی کیسی، بیا خصوصا په نشه یی توکو د اخته کسانو کیسی ولیکی، تر څو زمونږ ځوانان له هغو څخه عبرت واخلی. نو په راتلونکی اونی کی به د حکیم او د ایران د نجلی په زړه پوری کیسی دوام واوری.
تر هغه وخت پوری د خدای په امان، خدای مو مل شه.