1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننګرهار ګمرک کې دري نوې ودانۍ پرانيستل شوي

۱۳۸۷ شهریور ۲۹, جمعه

د ننګرهار ولايت د ګمرک په رياست کي د يو ميلون او اوه سوه زره امريکايي ډالرو پر ارزښت دري بيلابيلي پروژي د يوي غونډي پرمهال ګټي اخيستو ته وړاندي شوي.

https://p.dw.com/p/FLI0
د مالي چارو وزير ډاکټرانورالحق احدی اود ننګرهار والي ګل آغا شيرزي پټۍ بری کوي
د مالي چارو وزير ډاکټرانورالحق احدی اود ننګرهار والي ګل آغا شيرزي پټۍ بری کويانځور: DW / Khan Wali Kamran

دغه درې واړه پروژې د ننګرهار د ګمرک په رياست کي د يوي غونډي پرمهال د هيواد د مالي چارو وزير ډاکټرانورالحق احدی اود ننګرهار والي ګل آغا شيرزي لخوا پرانيستل شوي.

لومړي غونډي ته د وينا پر مهال د ننګرهار د ګمرک ريس احسان الله کاموال وويل چي پدغه ګمرک کي د هرې ورځي په تيريدو سره د عوايدوکچه لوړيږي. نوموړي د بشپړو شوو پروژو په اړه وويل دغه پروژي د نړيوال بانک او د يواين او في ايس په مالي مرسته يولس مياشتي وړاندي پيل شوي وي، چي نن يي کاربشپړ او ګټي اخيستو ته وړاندي شوي. د ګمرک د ريس په وينا پدغو پروژو کي د بريښنا، اوبو رسولو پروژو سربيره د ګمرک رياست په انګړ کي اتلس زره متره مربع ځمکه باندي کانګريټ اچول شوي دي. د ننګرهار د ګمرک ريس احسان الله کاموال وايي چي د دغو پروژو په بشپړيدو سره د ګمرک ټولو اداري خونو ته اوبه او بريښنا رسيدلي او پدغه برخه کي شته ستونزي هواري شوي. د نوموړي په وينا د باران پرمهال به د ګمرک په رياست کي دومره خټي جوړي وي چي څوک به په اساني سره له يوي اداري څخه بلي ته نشو تلاي. د ده په وينا د دغه ګانکريټ په اچولو سره يي دغه ستونزه حل او له دي وروسته به کارونه ښه پرمخ ځي. د ننګرهار د ګمرک ريس د نړيوال بانک اود يواين اوفي ايس له ادارو څخه هم مننه وکړه چي د خپلو تيرو مرستو په دوام يي د دوي په ګمرک کي يو شمير پروژي بشپړي کړيدي.

پدغو پروژو کي د بريښنا، اوبو رسولو پروژو سربيره د ګمرک رياست په انګړ کي اتلس زره متره مربع ځمکه باندي کانګريټ اچول شوي دي.
پدغو پروژو کي د بريښنا، اوبو رسولو پروژو سربيره د ګمرک رياست په انګړ کي اتلس زره متره مربع ځمکه باندي کانګريټ اچول شوي دي.انځور: DW

د ننګرهار والي ګل آغا شيرزي هم د دغو پروژو د پرانيستي پرمهال وويل چي د دغه ولايت د رغولو لپاره نوري مرستي هم ترلاسه کړيدي، چي په نږدي راتلوونکو وختونو کي به يي د جوړولو چاري پيل شي. د نوموړي په وينا د ګمرک د دغو پروژو له تطبيق کيدو څخه د مرسته کوونکو ټولنو، نړيوال بانک او د يواين اوفي ايس څخه مننه وکړه چي په دغه ولايت کي تل د رغولو په چارو کي مرسته کوي.

د هيواد ماليې وزير ډاکټر انورالحق احدي هم د ننګرهار په ګمرک کي د بشپړو پروژو له امله جوړي شوي غونډي ته وويل چي په هيواد کي زياتره ګمرکونه وداني جوړي نه دي او دوي کوښښ کوي چي لومړي ګمرکونه ورغوي، ترڅو د خپلو عوايدوکچه لوړه کړي. نوموړي د دغي پروژي په اړه وويل چي د نړيوال بانک لخوا د هيواد په زياترو ولايتونوکي مرستي کيږي چي د بيلګي په توګه يي د ننګرهار په ګمرک کي دا پروژه ده، چي د دوي لخوا ورسره مرستي کيږي. د ماليې وزير وايي دوي کوښښ کوي چې د خپلو عوايدو کچه لوړه کړي، ترڅوپه هيواد کي يي په بياروغونيزو پروژو باندي ولګوي. ده زياته کړه چې په ټول هيوا کي دعوايدوکچه تير کال دري ديرش ميليارده افغاني وي. سږ کال په پام کي لري دعوايدو کچه څلور څلويښتو ميلياردو افغانيو ته لوړه کړي چي له دغه رقم څخه دوه ويشت ميليارده به د هيواد له ګمرکاتو څخه را ټوليږي چي د ننګرهار ګمرک ته پنځه ميليارد سهم ورکړل شويدي.

د مالي چارو وزير ډاکټرانورالحق احدی اود ننګرهار والي ګل آغا شيرزي
د مالي چارو وزير ډاکټرانورالحق احدی اود ننګرهار والي ګل آغا شيرزيانځور: DW

د افغانستان د ماليې وزير ډاکټرانورالحق احدي په ننګرهارد يوشمير لويو پروژو د جوړيدو خبرهم ورکړو، چي يوه يي د ګمبيري د دښتي پروژه ده، چي شپږديرش زره هکټاره ځمکه به خړوبيږي او هم به پنځه څلويښت ميګا واټه بريښنا توليد کړي، چي د نژدي ولايتونو اړتيا به پوره کړي. نوموړي وايي په دغه پروژه به تقريبا دوه سوه پنځوس ميلونه امريکايي ډالره لګښت راځي. اوبله پروژه يي د کابل او جلال اباد دويم سړک وښودو، چي د سروي کارونه يي پيل شوي دي. دماليې وزير د هيواد په ګمرکاتو د نوي ګمرکي سيستم اسيکوډا يوه لويه لاس ته راوړنه وبلله، چي د موټرو د فرار ستونزه ورسره حل کيږي او په چټکۍ او په شفافيت سره پکي کارونه پرمخ وړل کيږي. نوموړي ډاډ څرګند کړو، که دغه سيستم د هيواد په ټولو ګمرکاتو کي پلي شي نو د عوايدو کچه به لا لوړه لاړه شي.

د يوشميرخلکوپه انډ، که په هيواد کي خلکو د کاروبار ترڅنګ، توليدي فابريکي جوړي او په عايداتي ادارو کي د اداري فساد مخنيوي وشي، نو په هيواد کي به دعوايدو کچه دومره لوړه لاړه شي چي د ټول دولت اړتياوي پوري کړي.