1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا عبدالسلام راکيټي سره مرکه

۱۳۸۸ تیر ۳۱, چهارشنبه

ملا عبدالسلام راکيټي د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ کي زيږېدلی يو پنځوس کاله عمرلري د اتوو اولادو پلار دي. ديني زده كړي يې په هلمند قندهار او اروزګان او د غزني په ولاياتوكي كړي مرستيالان يې محمد اجمل صافی او محمد سالم دي

https://p.dw.com/p/IvBf
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ملا عبدالسلام راکيټي.
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ملا عبدالسلام راکيټي.انځور: DW

ملا عبدالسلام راکيټي د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سره په ځانګړې مرکه کي د خپل راتلونکي احتمالي حکومت موخي داسي بيان کړې.

دويچه ويلي: تاسوداوخت امنيتي حالت څنګه ارزوۍ؟

راکيټي: فعلا خوزماپه فكرامنيت نشته بي امنيتي داداري كمزوري هم شته شراوفسادهم موجوددي سالمه اداره نشته ولس مايوسه اوفعلي حكومت خلكوته دمنلووړنه دي.

دويچه ويلي: كه چيرى جمهوري رياست ته ورسيږي بهرنۍ پاليسي به موڅه وي په تيره بيادګاونډيوهيوادونوسره به څنګه چليږي ؟

راکيټي: دسيمى هيوادونوپه باب به زماپاليسي داوي چى نه غواړم دهغوى په كورنيوچاروكى مداخله وكړم اوهغوى ته هم دمداخلى اجازه نه وركوم ددوى لاس وهنه بايدبنده شي پاتي شوه اسلامي ټولنه مونږ مسلمانان يو بايد د اسلامي ټولنى سره ودريږوپاتى شوغربيان ددوى ارتباط زمونږ سره ډيردي ددوى عسكرراغلى دي كومكونه ئي راغلي دي دابه بياوروسته ګورو.

دويچه ويلي:كه تاسوجمهوري رياست ته ورسيږي دايتلاف دځواكونودويستلوسره به څه كوۍ؟

راکيټي : زماپه فكرچى مخكښى مى هم وويل په افغانستان كى امنيت نشته اودامنيت په سوله راځى چى ټول افغانان ټول سمتونه اوسياسي تنظيمونه امروري ډلى دغه ټول ترواحدقيادت لاندى سوله راولي اودافغانستان دملي ګټولپاره كارشروع شي زه غواړم چى زمونږ ملي اردواوملي پوليس تقويه شي اواقتصادمومضبوط شي اودافغانستان په خپلوپښوودريږي كه بياووزي پروانكوي خوپه اوس وخت كى زماسره ويره اوډاردي كه چيرى په دغسى حالات كى بهرنى قوتونه ووځي زمونږ دافغانانوپه منځ كى بيامرګ ژوبله رانشي .

دويچه ويلي: تاسويوه موده دطالبانوسره دچارواكى په توګه پاتى شوى ياستۍ تاسودطالبانواومخالفانوسره خبرىڅومره ممكنى بولۍ؟

راکيټي: هره هغه څوك چى خبرى اترى ياسوله مذاكرات داصولوپه چوكاټ كى پيل كړي اصول خپله دكاميابۍ زيرى دي زه خپله غواړم خبرى وكړم اوټول امكانات به دسولى په لاره كى استعمال كړم كه يواصول اوقوي دريم ګړى په منځ كى وي اويوقوي استازى ددواړوخونه وټاكل شي بيابه انشاالله ښه نتيجه وركړي .

دويچه ويلي: تاسوكه خپلى موخى ته ورسيږي څه ډول اقتصادي پلانونه به ولرۍ اوكرنى اوصنعت دودى لپاره به څه وكړۍ؟

راکيټي: زمونږيوزراعتي ملك دي مالداري ملك دى مونږ به اول زراعت اومالدارۍ ته ښه وده وركړو افغانستان ډيرښى اوبه لري درى غټ سيندونه لري.چى مونږورنه ګټه نه اخلونورهيوادونه ګټه ترى اخلي مونږبايداول واربندوته بودجه اوتخصيص پيداكړوچى بندونه وتړواوپه څنګ كى ئى شاړى ځمكى خړوبه كړوخلك دزراعتي څمكوخاوندان كړوخلكوته كارپيداكړومونږډيرى ښى زيرمى لروبايدپه كارئى واچووهمده فعاليتونه كولي شي چى اقتصادپري ښه شي .

دويچه ويلي: دافغانستان اوپاكستان ترمنځ دډيورنددكرښى دلانجى په اړه به ستاسوتصميم څه وي ؟

راکيټي: دادعبدالرحمن دوخت راهيسى موقتى امضاشوي ده فكركوم چى ترسوئى وخت پوره شوي دي نوداهره افغانى چى قراردادپوره شي چى زه يم كه بل يووى ددى پلټنه وشى خوبياهم دټولوافغانانوكاردي چى ټول سره كينيى اويوسم تصميم ونيسى.

دويچه ويلي : تاسومطبوعاتواوبيان ازادى څنګه بولۍ؟

راکيټي :ازادى داسي نه وى چى زمونږخپل اسلامي كلتورخپل اسلامي عنعنات اوخپلى اصطلاوى ترپښولاندى شي مونږبايداول خپل كلتورټينګ ونيسوزمونږملك يواسلامي ملك دي هغه اصول شرعى اصول په نظركى ونيسوداسى كلتورنه وى چى هغه دپرديوكلتوروي هغه دپرديورواج وي بى حجابه وي نوزه دافغانستان دعنعناتوسره سم دكلتورسره سم جوازوركوم اوسم ئى بولم.

دويچه ويلي: تاسودښځواونارينه وترمنځ دمساوي حقوقوپه اړه څه وائي ؟

راکيټي:مساوى حقوق څنګه تعليم اوتربيه علم خوپه ښځه اونردواړوفرض دي .خوبعضي هغه كارونه دى چى په اسلام كى په دين كى په مذهب كى ښځى ځيني كارونه نه شى ترسره كولى په ملي اردواوملي پوليسوكى دغسى نورى تكليفي وظيفى ښځى نه شي كولي نوپه هغوى كى ښځى سره دنرمساوي حقوقوعملي كول دښځي سره ظلم دي اودبلى خوانه دكلتوراوعنعناتوسره ظلم دي مونږ بايديوى داسى مرحلى ته سره لاړشويوداسى چوكات ته سره لاړشوچى زمونږ اسلامي اصول دي .

دويچه ويلي:تاسودوقومونواوملي يووالي لپاره څه پلان لرۍ؟

راکيټي: مخكى هم مادرته وويل چى دغه ملي سوله ملي مداكرات دايوسم پلان اوچوكات غوړى پدى كى بايدكه دقومونواودسمتونواولسانونوپراساس حق داده اوواكداره خلك راشي كينى اويوى فيصلى ته سره ورسيږي داسى نه چى يوڅوك دقوم واكداره دسيمى واكداره نه وي هغه نه مني ماپه فكرچى واكداران راشي كيني يوه فيصله وش اوبياى ومنى .

دويچه ويلي:دكابل ښارزيات ككړدى اوخطرناك موړته رسيدلى دي تاسوبه چا پيريال دساتنى لپاره څه پلان ولرۍ .

راکيټي: تاسى ته معلومه ده چى نظافت جزدايمان دي چى هم په شرعي لحاظ اوهم په طبى لحاظ دايوضروري كادي هغوكارونوته چى دخلكوپه ضروري اوجدي اقدام وشي بايدهغه اصلاح شي هغه ترسره شي اوخلك ترى وژغورل شي.

مرکه کونکی. جمال کوټوال

کتونکی. زيارمل