د عينکو د مسو د کان د رايستلو په وړاندي ماينونه خنډ دي
۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبهپلازمېني کابل ته څيرمه د نړۍ په کچه د دغه مشهور کان څخه د مسو د رايستلو لپاره څو کاله دمخه د چين له ام سي سي کمپنۍ سره هوکړه سوې ده.
ټاکل سوې چي تر راتلونکو شلو مياشتو پوري د لوګر د عينکو د مسو کان ته پرتي ټولي سيمي د ماينونو له شتون څخه پاکي سي.
د کانونو وزير وايي چي اوس کان ته نږدي سيمو کي د ماينونو د پاکولو د پروګرام دوهم پړاو پيل سوی دی.
وزير وحيد الله شهراني وايي چي تر راتلونکو درو کلونوپوري به دعينکو د کان څخه د مسو د را ايستلو لړۍ هم پيل سي.
«د مګړی د ځمکنو ماينونو له شتون څخه د دغي سيمي د پاکولو لړۍ روانه ده او ددې کار له پای ته رسيدو سره به هلته د ښآرګوټو د جوړولو، د بريښنا او ابو د شبکود جوړلو چاري پيل سي».
د عينکو د مسو کان ته څيرمه پرتو سيمو کي له څو لسيزو راهيسي د ماينونو خطر موجود دي.
اوس مهال پر ام ډي سي ماين پاکونکي موسسي سربيره د رنکو او داسي نورو کمپنيو له لوري هم دغه چاري پر مخ بيول کيږي.
د معادونو د چارو کارپوهان په دي اند دي چي تر هغه پوري د ام سي سي په نامه دغه چينايي کمپنۍ له کان څخه د مسو رايستلو کار نسي پيلولای تر څو د ماينونو خطر په بشپړه توګه نه وي محوه سوی.
دا هغه خبره ده چي د کانونو او صنايعو وزير شهراني هم ورسره همغاړی دي.
« د مسو د پروسس او غني کولو لپاره، او همدا راز د اوسپني د پټلۍ د جوړيدو چاري د سيمي د بې خطر کولو وروسته پيليږي».
د کانونو وزارت چارواکي وايي چي د ماينونو له شتون څخه دعينکو دسيمي دپاکولو په لومړني پړاو کي تر څلور مليونه متره مربعه ډيره ځمکه د کان ګردچاپير د ماينونوله شتون څخه پاکه سوې ده.
د عينکو کان چي د افغانستان د اقتصاد لپاره ډير مهم بلل کيږي د تيرو درو کلونو راهيسي ورباندي کار روان دی.
حکومت وايي د دغه کان د امنيت د ساتلو لپآره به په زرګونه تنه سرتيري په دندو وګماري تر څو چينايي انجينيران په خوندي توګه خپلي چاري پر مخ بوزي او افغانان د هغوی له دغو پروژو ګټه پورته کړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل