د ستلایت کمپنۍ د سوریې د درو دولتي تلویزیونو نشرات بند کړل
۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبهاعلان
مصري ستلایک کمپنۍ «نیل ست» د سوریې د دولت د دریو تلویزیونونو نشرات بند کړي دي. د دې کمپنۍ یوه چارواکي ویلي دي چې دغه کار د عرب لیگ د هیوادونو په غوښتنه تر سره شوی دئ خو د یوه بل چارواکي په حواله بیا په قراردادونو کې ستونزې د دې کار لامل شوی دئ.
په دې ترڅ کې نو اوس د سوریه، سوریه نیوز او الدونیا تلویزیونونه نور په دې ستلایت کې نشرات نه لري.
د سوریې دولتي سرچینو هم دغه خبر تأیید کړی دئ او ویلي ئې دي چې د هغوی پر ضد د کمپاین یوه برخه ده.