1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زابل اوسيدونکي د بيا رغوني د پڅ بهير څخه سرټکوي

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

د زابل ولايت اوسيدونکي شکايت کوي چي د بيا رغوني هيڅ ډول پروژې يې په ولايت کي نه دي تر سره سوي.

https://p.dw.com/p/QcI3
د کلات ښار يو انځور
د کلات ښار يو انځورانځور: Pahjwok Afghan News

د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالی چه د دغه ولایت شرق پلو او کابل کندهار پرلویه لار پرته ده نسبتا سرسبزه او کرهڼیزه ولسوالی ده ولي اوس يې سرسبزي وچکالۍ ځپلې.

د دغی ولسوالی اوسیدونکی د بیا رغونی د کارونو د پڅ بهیر او له بلی خوا هم دغی ولسوالی کی د ګوتو په شمار د بیا رغونی د پروژو د بې کیفیته او بې کمیته کارونو څخه لاس په سر دي.

همدارنګه د زابل د شاه جوی د ولسوالی یو بل تن ځوان هم دغی ولسوالۍ کښی د دا ډول بیا رغوني د پروژو له لاري ځوانانو ته د کار او روزګار د پیداکیدو غوښتنه لري اونوموړی هم د پروژو دا ډول بې کیفیته کارونه غندي.

د هغوی په خبره د يوې خوا دلته کارونه نه تر سره کيږي بيا چي تر سره سي کفيت يې ښه نوي.

د نوموړي ولسوالۍ د کلیو پراختیا د څانګي مسؤل انجنیر رحیم داد هم تر یوه حده د خلګو نیوکی او وړاندیزونه پرځای بولی.

هغه وای« اوس مهال دوی دغی ولسوالی کښی دوې پروژې لري، او نور هم په تلاښ کي یو چي د کلیوپراختیا لوړ پوړو چارواکو ته سترګی په لیاره یو ترڅو ولسوالیو ته خپلی پراختیای پروژی وغځوی .

دی سره به له یوې خوا مو خلکو ته د کار او روزګار زمینه برابره کړې وي او له بلی خوا محلی حکومت داري لیري پرتو سیمو ته غځولي وي.»

د یادونی وړ ده اوس مهال چه په نسبی توګه جنوب غرب حوزی کښی امن تامین سوی د ښی حکومت داری پروګرامونه لیری پرتو ولسوالیو ته د غځیدنی په حال کښی دی.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زیارمل