د روسيې اپوزيسون غواړي هغه هيواد د پوتن څخه خلاص کړي
۱۳۸۹ دی ۲۸, سهشنبهد دولت پر ضد د مقاومت له کبله باريس نيمڅف، ادوارد ليمونوف او کاستانتين کوزاياکين د نوي عيسوي کال په شپه اول ونيول او بيا وروسته د يوي عاجلي محکمې په جريان کښي تر ۱۵ ورځو پوري بنديان سول.
په دغه شپه د مظاهرو پر وخت تقريباً۱۲۰ تنه د حکومت مخالفين پوليسو ونيول.
که څه هم د کريملين ددغو منتقدينو سياسي هدفونه تر يوه حده سره جلا دي ، خودوی پر دې خبره سره متحد وه ، چي د روسيې حکومت د اپوزيسون په مقابل کي خپل چلند ډير شديد کړی دی.
ادوارد ليمونوف وايي چي، کريملين د سپيني روسيي مثال تعقيبوي: « داسي معلوميږي ، چي زموږ قدرتمندانو د ميدويديف د نرمي لهجې او د پوتين د سختي تګلاري تر منځ خپله لار پيداکړي وي، هغه لار چي سرمشق يي سپينه روسيه ده.موږ د خپل هيواد د راتلونکي څخه په تشويش کښي يو.»
بوريس نيمڅوف د شنبې په ورځ د بند څخه تر خلاصيدو وروسته مبارزې ته ځان آماده وښوی. دی وايي چي قدرتمندانو ونسوای کولای، دی د سياسي لاري څخه راوګرزوي.
دي به په اپوزيسون کښي خپل کار ته دوام ورکړي. ده وويل چي هغه تجربي چي مخالفو سياستمدارانو په محبس کښي تر لاسه کړي دي ، دوی نور هم قوي او سره نژدې کړل.
نيمڅوف خپل بنديګرت يو بې مثاله عمل وباله. هيڅ وخت د روسيي د صدراعظم يو پخوانی معاون په يوه مظاهره کي د ګډون له کبله ندی بندي سوی. ده په نيولي آواز سره وويل : شايد بله پلا د صدراعظم نوبت وي.
د نيمڅوف ملګری ايليا ياشين وايي چي: « امکان لري پوتين ددې څخه بيره ولري چي قدرت يي دلاسه ونه وزي. د هغه دلايل زما دپاره ښکاره دی. پوتين پوهيږي چي که قدرت د لاسه ورکړي، نو محاکمه به سي او ډير امکان لري بندي هم سي. دا به ټوله رامنځته سي ، ځکه چي د قدرت د لاسه ورکولو په صورت کښي به د لوړ رتبه مامورينو څخه د اختلاس او اداري فساد پخاطر هراړخيزه تحقيقات وسي.»
خو دا داسي يوه سناريو ده ، چي ډيره ناممکنه ښکاري. د روسيې اپوزيسون تر اوسه پوري په خلګو کښي د هيڅ نوع ملاتړ څخه برخمن ندی. ناظرين هم په دې عقيده دي، چي د اپوزيسون سياسي هدفونه شفاف ندي. اکثراً يوازي د پوتين د ايسته کيدو غوښتنه کيږي.
شتيفان/ محمد قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل