1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د حقاني د شبکي ټکول سخت دي!» ولي؟

۱۳۸۹ خرداد ۲۷, پنجشنبه

د متحده ايالاتو پوځي مشرانو د پاکستان د پوځ مشري ته د حقاني د شبکي د فعاليتونو په هکله اسناد او شواهد وسپارل چي ISI ورسره تړاو لري. امريکايي چارواکي انديښنه لري چي دغه شبکي د سيمي څخه بهر خپله پښه غزولي ده.

https://p.dw.com/p/Nt7u
د حقانی تروريستی شبکه له طالب اورپکو سره تړلی ده
د حقانی تروريستی شبکه له طالب اورپکو سره تړلی دهانځور: dpa

امريکا متحده ايالاتو د هغي يوي زور پالونکي ډلي په هکله چي په تروريستي فعاليتونو لاس پوري کوي او د واشنګتن په نظر دپاکستان له استخباراتي اداري ISI سره تړاو لري، اسلام اباد ته شواهد وړاندي کړل. دا خبره امريکايي چارواکو نن وکړه.

هغوي وويل چي د متحده ايالاتو پوځي مشرانو په دغو اسنادو او شواهدو کي چي د پاکستان د پوځ مشر ته وسپارل شول، په بمي حملو کي د «حقاني د شبکي» د نقش د پراخيدو په هکله تفصيلات ورکړل شوي دي. نوموړي ډلي تيره مياشت په بګرام کي په امريکايي پوځي هډي باندي پلان جوړ کړي ؤ.

واشنګتن له ډير پخوا څخه اسلام اباد باندي فشار راوستي چي په شمالي وزيرستان کي چي له افغانستان سره ګډه پوله لري د حقاني د شبکي فعاليتونه شند کړي. دغه ډله له طالبانو سره اړيکه لري. خو امريکايي چارواکي اعتراف کوي د دغي ډلي شنډول ډير سخت کار دي، ځکه د پاکستان استخباراتي اداره د هغي مخ ته دريږي.

جنرال David Petraeus چي د متحده ايالاتو په مرکزي قومانداني کي د افغانستان د جګړي د چارو مسووليت په غاړه لري د کانګرس يوي استماعيه غوڼدي ته وويل: « د حقاني شبکه د سيمي له سطحي څخه بهر د فعاليتونو په لټه کي ده.» هغه يادونه وکړه دغه شبکه غواړي چي د پاکستان او افغانستان څخه بهر خپله پښه وغزوي او په بريدونو لاس پوري کړي.

واشنګتن دغه ډول خبرداري له دي مخکي د پاکستاني طالبانو په هکله هم ورکړي دي، څرنګه چي امريکايي پلټونکي وایی : « د نيويارک په Time Square کي د مي د لومړي نيټي د يوي ناکامي بمي حملي تر شا پاکستاني طالبان ولاړ دي.»

خو ستراتيژيکي دلايل وجود لري چي ولي پاکستان د حقاني د شبکي په ټکولو کي له «تردد» څخه کار اخلي. کار پوهان په دي نظر دي چي دغه شبکه د اسلام آباد لپاره يوه «ستراتيزيکي وسيله ده» چي له هغي څخه په استفادي سره غواړي د افغانستان د لانجي پّ يو راتلونکي احتمالي حل باندي نفوذ ولري.

د متحده ايالاتو يو چارواکي وويل چي د پاکستان د استخباراتي اداري «ځینی عناصر»، البته نه ټول، لا تراوسه د حقاني له ډلي ملاتړ کوي.

پرته له دي چي نوم يي واخلي، جنرال Petraeus د اسلام آباد او د هغوکسانو چي نوموړي تري په انګليسي اصطلاح « bad guys » يا «بد خلکو» په نامه يادون وکړ، تر منځ د متحده ايالاتو د سنا د مجلس يوي کميتي ته بربنډونه وکړه. هغه وويل البته دغه اړيکي ښايی د پاکستان ته د دي لپاره ګتور ښکاره شي چي د نورو ډلو په هکله استخباراتي معلومات راټول کړي.

هغه د سنا کميتي د استماعيه غوندي په ترڅ کی پاکستان ته په اشاري سره وويل: « هيله ده چي تاسي پوه شي چي د ستاسو د کلا تر شا ذهر لرونکي مارانو ځاله کړي، حتي کي هغوي تاسو سره داسي تړون کړي هم وي چي هغوي يواځي د ګاونډيان بچيان چيچي.»

د جنرال Petraeus خپله جمله زياتوي: « هغوي آخر مخ اړي او بيا به تاسي او ستاسي ماشومان چيچي.»

پاکستان د لندن د يو څيړنيز انستيوت، School of Economics هغه ادعا رده کړي ده چي ګواکی د پاکستان د استخباراتي اداری ISI او د افغان طالبانو ترمنځ اړيکي وجود لري.

خو جنرال Petraeus وویل په دي کي هيڅ شک نه شته چي پاکستان يو شمير ډولو سره مختلفي اړيکي ساتلي دي چي د ځينو سابقه يي د افغانستان د شوروي د اشغال دوري څخه پاتي دي، کله چي امريکا متحده ايالاتو هم له هغو ډلو څخه د شوروي ضد جګړي لپاره ملاتړ کاوه.

هغه د خپل هيواد د ګانکرس د سنا يوي کميتي ته په وينا کي يو ځل بيا د پاکستان دغه ډول اړيکو ته په اشاري سره وويل: « دا صحيح ده چي تاسي مجبوره ياست ځيني بدو کسانو سره اړيکي ولري تر څو د بدکسانو په هکله معلومات راټول کړي.» خو د ځينو ډلو د هغوی په جمله کي د حقاني شبکي سره اړيکي د پوښتني وړ دي.

فرانس پرس/ عبدالباری حکیم

کتونکی: ضیاء الحق فضلی