1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حاجي گک د اوسپني کان خرڅلاو ته ايښول کيږي

۱۳۸۹ مهر ۴, یکشنبه

د افغانستان د کانونو وزارت وايي چي ډير ژر د حاجي ګک د اوسپني کان د يوې نړيوالي داوطلبۍ له مخي په نيويارک کي خرڅلاو ته وړاندي سي.

https://p.dw.com/p/PMyH
افغانستان د تر مځکي لاندي خزانو له اړخه په سيمه کي يو غني هيواد دی.
افغانستان د تر مځکي لاندي خزانو له اړخه په سيمه کي يو غني هيواد دی.انځور: AP

دغه کان دوه شپيته سلنه اوسپنه لري چي سل کاله دمخه د انګليسي ځمکه پيژندونکو له خوا وموندل سو او اوس د سيمي په کچه بې ساری بلل کيږي.

د حاجي ګک د اوسپني کان د باميانو په ولايت کي پروت دی چي د رسمي شميرو له مخه شاوخوا دوه مليارده ټنه اوسپنه لري.

چارواکي وايي چي که له دغه کان څخه د اوسپني د را ايستلو لړۍ پيل سي له دې اړه خه به هر کال افغان دولت يو نيم مليارد امريکايي ډالره ترلاسه کوي.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني، وايي چي د دغه کان د خرڅلاو دپاره هلي ځلي پيل سوي او دوی هڅه کوي چي ډير ژر يې داسي يوه نړيوال شرکت ته وسپاري چي په سمه توګه او د افغانستان په ګټه ځني اوسپنه را وايستل سي.

نوموړی په دې اند دی چي ددغه کان څخه به د اوسپني او فولادو رايستل د سيمي په ثبات کي هم اغيزمن رول ولوبوي.

«که چيري موږ وتوانيږو چي، دغه کان يو سم شرکت ته په واک کي ورکړو نو له دغه اړخه به هر کال د افغانستان اقتصاد ته يو نيم مليارد امريکايي ډالره راسي، او په دې سره به موږ ددې جوګه سو چي خپل غټ لګښتونه په کور دننه کي برابر کړو».

افغانستان د کانونو له اړخه د نړۍ په کچه يو بډايه هيواد بلل کيږي خو ډيری خلګ يې د فقر تر کرښي لاندي ژوند کوي.

په تيرو دريو لسيزو جګړو کي په رسمي ډول له هيڅ يوه سترکان څخه ګټه نه ده اخيستل سوې خو يوازي د ملک په يو شمير هغو سيمو کي چي د زورواکانو تر ولکې لاندي وي په ناقانونه توګه کانونه را ايستل سوي دي.

په دغه لړ کي په شمالي بدخشان کي يو شمير جهادي پخوانيو قوماندانانو د لاجوردو ډبري چي د ملت شتمنۍ ګڼل کيږي په ناقانونه توګه استخراج کړي او په نړيوالو بازارونو کي يي پلورلي دي.

دغه راز د پنجشنير د زمردو کانونه هم په تيرو څو کلونو کي په ناقانونه ډول کيندل سوي او ډيرزمرد بهر ته قاچاق سوي دي.

د باميانو ولايت يو شمير اوسيدونکي د کانونو د وزارت له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او وايي چي که دغه کار وسي نو دوی به د يوې گولې ډوډۍ خاوندان سي.

اوس د کانونو وزير وحيدالله شهراني وايي چي د دغه کان د خرڅلاو لپاره ډير ژر نيويارک ته روان دی.

هغه وويل چي د حاجي ګک د اوسپني د کان د خرڅلاو لپاره به په نيويارک کي د نړيوالو پانګه والو په غونډه کي دغه کان داوطلبۍ ته وړاندي کړي.

«په نيويارک کي به دغه کان د هغو بانکونو په حضور کي داوطلبۍ ته وړاندي سي چي د نړۍ په بيلا بيلو برخو کي يې په دغو برخو کي پانګونه کړې ده، ددې سره به زموږ اقتصاد ښه وده وکړي او ډيري پيسي به د افغانستان اقتصادي نظام ته راسي».

د افغانستان د کانونو وزارت په داسي حال کي د حاجي ګک د اوسپني د کان د داوطلبۍ ته د وړاندي کولو خبر ورکوي چي دمګړی د لوګر د عينکو د مسکو د کان څخه د مسو د را ايستلو لړۍ پيل سوې ده.

د چارو شنونکي په دې اند دي چي د کانونو استخراج د افغانستان د څپ څپانده اقتصادي نظام د رغولو دپاره يو مهم ګام دی خو دا چي له دغو کانونو څخه ترلاسه کيدونکي پيسې به د اقتصادي مافيا جيبونو ته له لويدو څرنګه را ګرځول کيږي دا هغه پوښتنه ده چي ورته په اوس وخت کي ځواب ورکول ګران بريښي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل