د انتخاباتي کمپاين ستونزې
که د کمپاين لپاره يوازى د کابل ښارپه نظرکى ونيسو، دلته د ښار زياتره واټونه، څلورلارى، د برښنا او تيلفون ستنى جمهوري رياست ته د کانديدانو په سترو تصويرونو او پوسترونوپوښل شوي دي.
په دى ډله کى ځيني واړه تصويرونه ولايتي شوراګانوته هم هغه لانجه ده چى د کانديدانو او د هغوى د پلويانو تر منځ راپيدا شوي ده.
زياتره ښاريان شکايتونه لري چى د هغوى د کورنوپه ديوالونو او دروازو تصويرونه لګول شوي دي. په تيره بيا هټۍ وال او ان چى د ارايشګاو دکانونو په شيشو هم د شپي له پلوه تصويرونه لګول کيږي. او په هماغه سبا ئي هټۍ وال د عکسونو په شکولو امنيتي ارګانونوته وتلى ده
خوتردى دمه لا دغه ماجرا همداسى روانه ده. د بله پلوه د کابل ښاريان د کانديدانو زياتوالى بله هغه ستونزه بولي، چى د رايو ورکولو پر مهال پکښى د پام وړ کانديد پيداکول ګران شوي دی. دانتخاباتودخپلواک کميسيون دچاروکاکوپه وينادامهال دکانديدانوترمنځ دکمپاين چلولولګښتونه هم ترپوښتنى لاندى راغلي ده. جمهوري رياست ته د يو څلويښت کانديدانو د ډلى نه څلورپنځه کسان داسي دي چي هره ورځ په مجللوهوټلونوکى غونډى جوړوي اوخلکوته ډوډۍ ورکوي اوسترسترتصويرونه ئى په څلورلاروکى د خلکو د پام وړګرځيدلى دى.
پاتى کسان ئى چى اقتصادي ځواکمنى نلري د رسنيو د رپوټونوله لست څخه لويدلي دي. کميسيون ژمنه کړي ده چى ډيرزربه په ټاکنوکى دلګښتونومعياراواندازه معلومه اودغه موضوع به وڅيړي.
جمال کوټوال
کتونکی: يحيی وردک