د امريکا کانګريس د افغانستان د جګړې د پاره نور ۳۳ مليارده ډالره منظور کړل
۱۳۸۹ مرداد ۶, چهارشنبهکانګرس د سې شنبې په ماښام په لوی اکثريت سره په بودجه کي د ۳۳ مليارډو ډالرو زياتوالی تصويب کړی دی.
دغو اضافي لګښتونو ته اړتيا د دېرش زرو نورو سرتېرو په استولو سره رامنځته شوې ده.
په کانګرس کې رايه اچونه دوې ورځې وروسته له هغه تر سره سوه چي د ويکيليکس په نوم ويبپاڼې په لسګونو زره پټ پوځي اسناد خپاره کړي وو.
په دې ترتيب د نيوکه کونکو په وينا پر اوباما باندي فشار زيات سوی او دی بايد له خپلې جګړه يزې ستراتيژۍ څخه دفاع وکړي.
د اوباما هغه ژمنه چې د راتلونکي کال په دوبي کي به د ځواکونو را ايستنه پيل کړي، د عامو خلکو په منځ کي يوه رښتينې طرحه نه ګڼل کيږي.
د اوباما په وينا د دغو افشا سوو اسنادو په خپرېدنې سره کوم نوي جزيات نه دي په ډاګه سوي. وباما د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې د ژورناليستانو په وړاندې وويل:
«دغه اسناد داسي جزيات نه په ډاګه کوي چي تر اوسه دي لا د افغانستان په اړه په بحثونو کي نه وي ويل سوي.»
د دې پر ځای د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ م کالونو په منځ کي راغونډ سوي دغه اسناد د اوباما په وينا هغه ستونزي را په ګوته کوي چي له امله يې د افغانستان د ستراتيژۍ پر سر بيا کار وسو. خو زياته يې کړه چي دی د ۹۱۰۰۰ څخه زياتو اسنادو د افشا کولو له کبله چي اکثره اسناد يې پټ اسناد هم وو، اندېښمن دی او ويې ويل: «په عملياتو کي ځيني برخه اخيستونکي کېدای سي په دې ډول له خطرونو سره مخامخ سي.»
اوباما د دموکرات ګوند د ځينو غړو د مخالفت سره هم لاس او ګرېوان دی چي د افغانستان جګړه نه غواړي او وايي چي د ځواکونو د ايستلو يو دقيق مهالوېش دې وټاکل سي.
اوباما تېر ډسمبر اعلام کړی و چي په لسګونو زره نور عسکر به افغانستان ته استوي.
د دغي غوښتنې په اساس په کانګرس کي د بودجې پر سر رايې واخيستل سوې، چي په څرګند ډول ۳۰۸ استازو د بودجې د زياتوالي څخه ملاتړ ښکاره کړ، په داسې حال کې چي يوازې ۱۱۴ تنو د ولس استازو مخالفه رايه وکاروله.
د امريکې د متحده ايالاتو سنا يعنې د مشرانو جرګې تېره اونۍ حتی دغه قانون تصويب کړی و.
AG/ محمد نسيم صابر
کتونکی. زيارمل