د المان ږغ راډيو د قدرمنو اوريدونکو د پام وړ
۱۳۸۹ اسفند ۲۳, دوشنبهاعلان
تاسي کولای سي چي زموږ غرمنۍ خپروني چي د افغانستان په وخت د ۱۲ بجو او ۳۰ دقيقو څخه بيا تر يوې بجې او ۳۰ دقيقو پوري خپريږي په لنډو څپو ۱۶ ميتره بنډه ۱۷۷۱۰ کيلو سايکله او ۱۹ ميتره بنډه چي د ۱۵۶۴۰ کيلو سايکله سره په ثانيه کي سمون خوري واوری.
زموږ ماښامنۍ خپروني چي د ۶ بجو څخه تر ۷ بجو پوري دوام کوي په لنډو څپو ۱۶ ميتره بنډه ۱۷۶۵۰ کيلو سايکله، ۱۹ ميتره بنډه ۱۵۵۹۵ کيلو سايکله او ۲۲ ميتره بنډه چي د ۱۳۸۴۰ کيلو سايکله سره په ثانيه کښي سمون خوري د المان د اتحادي جمهوريت د بُن له ښاره واوری.
تاسي کولای سي چي زموږ دواړي خپروني د کابل د ښار او نږدې سيمو د پاره د FM پر څپه ۹۰،۵ هم واوری.
دغه راز زموږ دا خپروني د Asiasat 3S ، ALT. Bird 3 او Hotbird 8 سپوږمکيو له لاري هم واوری.
د دويچه ويله اداره.