د اعدام د له منځه وړلو غورځنگ ورو ورو گامونه اخلي
۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبهکه څه هم د اعدام پر موضوع باندي ملګرو ملتونو د ۱۹۶۶ ميلادي کال په عمومي غونډه کي پرېکړه کړې ول. خو تر اوسه لا په ايران، چين، امريکا او سعودي عربستان کي لکه د پخوا په شان اعدامونه عملي کيږي.
د اعدام د له منځه وړلو نړيوال غورځنګ ورو ورو خو وده کوونکي ګامونه اخلي.
په ۹هيوادونو کي د اعدام سزا يوازي د جګړي په حالاتو کي په نظر کي نيول سوې. او په 35 هيوادونو کي چي لا د قانون له مخه د اعدام سزا امکان درلودلای سي، شاوخوا د لسو کلونو راپديخوا د اعدام کومه سزا نه ده عملي سوې.
د دوهمي نړيوالي جګړې راپديخوا نه يوازي د اروپايي ټولني او نورو اروپايي هيوادونو، بلکي د پخواني شوروي اتحاد په هيوادونو کي، د دولت له خوا کوم څوک نه دی اعدام سوی.
د ملګرو ملتونو د 1966 کال د مدني او سياسي حقونو په تړون کي د ټولو غړو هيوادونو څخه په کلکه غوښتنه سوې، چي د اعدام سزا له منځه يوسي، او يا يي د ځانګړو جنايتونو د کولو په صورت کي عملي کړي.
د اعدام له سزا څخه لومړنۍ وچه اروپا ده.
په 1998 کال کي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي اروپاييان د اعدام د سزا د نړيوال له منځه وړلو دپاره پر کومه پريکړه بريالي نه سول، ځکه نو نه يوازي د سترو قدرتونو لکه د امريکا متحده ايالاتو او چين د مخالفتونو سره مخامخ سول، بلکي په آسيا او افريقا کي د اروپا پخوانيو مستعمرو هم دا نه غوښتل.
په 2004 کال کي د ملګرو ملتونو عمومي غونډي د لومړي ځل دپاره د اعدام د عملي کولو د قانوني مهلت يوه پريکړه صادره کړه.
دا د اعدام د بيخي له منځه وړلو لپاره لومړنی ګام وو. په 2009 کال کي د افريقا له 57 هيوادونو څخه يوازي په سوډان او بوتسوانا کي اعدامونه عملي سوي دي. د امريکي په وچه کي يوازي د امريکي په متحده ايالاتو کي خلک اعدام سويدي.
د امنيستي انتر نشنل د رپوټ پر بنسټ دغه تصوير تر ټولو په آسيا او منځني ختيځ کي تياره دی. د نړي له 714 اعدامونو څخه 600 يې يوازي په دغو سيمو کي عملي سويدي.
د هغو څخه 388 يې يوازي په ايران، 120 په عراق او 69 په سعودي عربستان کي. په چين کي 2000 اعدامونه هم راځي چي يوازي د ګوتو په شمار شهرتونه يي معلوم دي، ځکه د پيکينګ حکومت د اعدامونو د عملي کيدو په اړه پوره معلومات نه ورکوي.
په سعودي عربستان او ايران کي اعدامونه د اپوزيسيون او هر هغه چا د ډارولو لپاره په ډير ښکاره ډول اجرأ کيږي، چي د رژيم پر خلاف وي او د حکومت له نظره، «عامه مورال» او «دهيواد ټينګښت په خطر کي اچوي».
ايران او سعودي عربستان يوازيني هيوادونه دي چي نابالغ کسان هم پکښي اعدام سويدي. دا د مدني حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
اندريياس/ سهيلا حسرت نظيمي
کتونکی: نجيب الله زيارمل