جواد عمر:نوی موندل سوی کان به د مزار ښار نقشې ته تاوان و نه رسوي
۱۳۸۹ مرداد ۲۴, یکشنبهد افغانستان په شمال کي له ګاونډي هيواد ازبکستان سره په پرته پوله کي د تيلو يو داسي کان موندل سوی چي، اټکل کيږي شاوخوا ۲ مليارده بيرله تېل به پکښې وي.
د کانونو وزارت چارواکي وايي چي، دغه کان يي د افغان او بهرنيو متخصصينو د جيولوژيکي عملياتو په ترځ کي موندلی او د تحقيق تر بشپړيدووروسته به خصوصي سکتور ته په واک کي ورکړل سي.
موندل سوی کان چي، د ګازو د شتون اټکل هم پکښي کيږي د حيرتانو اړوند د بلخ او تاشقرغان ښار ترمنځ موقيعت لري.
د افغانستان د کانونو وزارت چارواکي وايي، اټکل کيږي چي، دغه کان به يو اعشاريه اته ميليارد بشکي نفتي مواد ولري.
د کانونو وزارت وياند جواد عمر وويل، چي د ياد سوي کان په اړه تر اوسه پوري څېړني نه دي پشپړي سوي او تمه ده چي د افغان او نړيوالو ادارو له خوا د دغو څيړنو پايلي د روان کال د لړم يا د سلواغي په مياشتو کي پاي ته ورسيږي.
د کانونو وزارت چارواکي وړاندوينه کوي چي ښايي د ملک په شمال کي تر دې ستري د ګازو او نفت زيرمي موجودي وي.
خو انجينيران وړاندوينه کوي چي، که د هايدرو کاربن پر دغه کان کار پيل سي نو ښايي د مزار ښار يوي څنډي ته هم پکښي تاوان ورسيږي.
خو ښاغلي عمر د دغي انديښني په اړه وويل:
«د دغه کان يوه مثلث ډوله برخه د مزار ښار ته نږدي پرته ده، هيڅ کله به هم پر دغه کان کار کول د مزار ښار نقشې ته تاوان و نه رسوي بلکي په فني ډول به کار ورباندي وسي.»
د کانونو وزارت په داسي حال کي د افغانستان په شمال کي د نفتو اوګازو د دغه کان د موندلو خبر ورکوي چي د همدي وزارت سروي ښيي چي د امو سيند ته نږدي د افغان تاجګ په ګډه پوله کي ۴۴۰ بليون کيوبيک متره ګاز او ۲۱۹ مليونه ټنه نفت موجود دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: زيارمل