1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ترمپ: ایران مذاکره کوي ځکه نه غواړي ورباندې برید وکړو

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ بهمن ۱۷, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وویل چې ایران په اوس وخت کې له متحده ایالاتو سره خبرې اترې کوي، ځکه «نه غواړي پر هغوی برید وکړو.» د ایران او امریکا استازي نن په عمان کې د خبرو اترو له پاره سره ګوري.

https://p.dw.com/p/58Bra
د امریکا ولسمشر ، ډونالډ ترمپ په ایرفرانس ون کې له خبریالانو سره خبرې کوي
ترمپ وايی چې ایران مذاکره کوي ځکه نه غواړي ورباندې برید وکړوانځور: Mandel Ngan/AFP/Getty Images

ترمپ دا څرگندونې په واشنگټن کې د ملي دعا د ناشتې کولو په مراسمو کې په خپله وینا کې وکړې او ویې ویل: «موږ یوه لویه کښتۍ د ایران پر لور استولې ده.»

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ویاند، اسماعیل بقايی د ایکس پر ټولنیزه شبکې لیکلي چې د بهرنیو وزیر عباس عراقچي، په مشرۍ یو هیئت د عمان پلازمینې ته رسیدلی دی.

اړونده موضوع: د ایران او امریکا خبري به د جمعې په ورځ په عمان کي ترسره سي

په پام کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اتري نن د جمعې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ ۶) په مسقط کې ترسره سي.

بقايی لیکلي دي چې دغه ډیپلوماټیک تعامل، د اټومي موضوع په اړه یوه عادلانه او شرافتمندانه تفاهم ته د رسیدو په هدف ترسره کیږي.

امریکايی سرچینو هم اعلان کړی دی چې د امریکا د ولسمشر زوم جرد کوشنر، او د دونالد ترمپ ځانگړی استازی ستیو ویتکوف، له قطري چارواکو سره د خبرو اترو له پاره د دغه هیواد پایتخت دوحې ته رسیدلي دي.

اړونده موضوع: د ايران او امريکا متقابل ګواښونه؛ ترمپ پر پوځي اقدام فکر کوي؟

د هغوی سفر په عمان کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو اترو مخکې ترسره سوی دی.

لاهم د خبرو اترو د چوکاټ او محتوا په اړه ډېرې ناڅرگندتیاوې موجودې دي. ایران غواړي یوازي د اتومي موضوع په اړه او د عربي هیوادونو د استازو له موجودیت پرته خبري اتري وکړي، خو امریکايي چارواکي، په شمول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ  په «معنی لرونکو» خبرو اترو کې باید «د ایران د بالستیک توغندیو ساحه، په ټوله سیمه کې د ترهګرو سازمانونو ملاتړ، د هغه اټومي پروګرام او له خپلو خلکو سره د حکومت د چلند څرنګوالی» شامل وي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.