د ايران او امريکا متقابل ګواښونه؛ ترمپ پر پوځي اقدام فکر کوي
۱۴۰۴ بهمن ۹, پنجشنبه
د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ تر خبرداري وروسته چي که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه و نه کړي «نو راتلونکی برید به ډیر بد وي»، ایراني چارواکو غبرګون ښوولی او ويلي يې دي چي ځواکونه «ګوته پر ماشه دي».
د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ او ویې ویل چي د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته د رسیدو وخت پر تیریدو دی.
ترمپ هیله څرګنده کړه چي ایران «د خبرو اترو میز ته راستون سي» او یوې داسې موافقې ته ورسیږي چي د ټولو خواوو له پاره منصفانه او عادلانه وي.
ټرمپ زیاته کړه: «لکه څنګه چې ما یو ځل مخکي ایران ته ویلي ول، چي توافق وکړي! دوی ونه کړل او «د نیمي شپې چکوشي عملیات» ترسره شول، چي ایران ته ستره خرابي وه. راتلونکی برید به تر هغه ډېر بد وي.»
ترمپ: امريکايي سمندري بېړۍ ايران ته د نږدې کېدو په حال کي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چي د هیواد ځواکونه به يې د متحده ایالاتو هر ډول پوځي برید ته پياوړی غبرګون وښيي.
عراقچي په ايکس شبکه کي په یوه پوست کي لیکلي: «زموږ زړور وسله وال ځواکونه - چي ګوتي یې پر ماشه دي - چمتو دي چي زموږ پر ګران هیواد، هوا او اوبو باندي هر ډول تیري ته ځواکمن او سمدستي ځواب ورکړي.»
عراقچي د اټومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته د رسیدو امکان رد نه کړ، او ويې ویل: «په عين وخت کي، ایران تل پر مساوي اساس برابر او له جبر، ګواښونو او ځورونو څخه پاک یوه منصفانه، عادلانه او دوه اړخیزي ګټي لرونکې اټومي موافقي هرکلی کړی دی، چي د سوله ایزي اټومي ټیکنالوژۍ له پاره د ایران حقونه تامين او د اټومي وسلو نشتوالی تضمین کړي.»
آيا ترمپ غواړي د «رژيم بدلون» ته شرايط برابر کړي؟
ترمپ په تکرار سره پر ایران د پوځي اقدام انتخاب پرانيستی پرېيښی. متحده ایالاتو د تېرکال په جون میاشت کي له اسرائیل سره په ۱۲ ورځنۍ جګړه کي ملګرتیا وکړه چي موخه یې د ایران اټومي تاسیسات ویجاړول ول.
ترمپ ویلي دي چي د امریکا سمندري ځواکونه له ابراهام لینکن الوتکي وړونکي کښتۍ سره ایران ته نږدې کیږي. دوو امریکایي چارواکو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي دغه الوتکي وړونکې کښتۍ او ورسره مل نوري جنګي کښتۍ منځني ختیځ ته رسیدلي دي.
څو سرچينو رویترز ته ویلي دي چي ترمپ د ایران په اړه پر انتخابونو باندي غور کوي، په شمول د لاریون کوونکو د هڅولو له پاره پر رهبرانو او امنیتي ځواکونو باندې هدفمند بریدونه.
دوو امریکايي سرچینو چي له دې بحثونو خبر دي، رویترز ته ويلي دي چي د ایران د رژیم له خوا د ټول هیواد په کچه د لاریونونو تر ځپلو وروسته چي په زرونو کسان پکښې ووژل سول، ترمپ غواړي د «رژیم بدلون» ته شرایط رامینځته کړي.
ولي عربي هيوادونه په ايران کي د رژيم له بدلېدو ويره لري؟
دغو سرچینو ويلي دي چي ترمپ پر هغو قوماندانانو او ادارو د برید لپاره په انتخابونو غور کوي چي واشنګټن یې پر لاریون کوونکو د تاوتریخوالي مسئول ګڼي، څو لاریون کوونکي ډاډه سي، چي کولای سي دولتي او امنیتي ودانۍ ونیسي.
یوې سرچینې وویل چي د ترمپ د سلاکارانو تر بحث لاندي انتخابونو کي احتمالاً د ایران د بالستیک توغندیو پر تاسیساتو باندي ستر بريد چي ژوري اغېزې لري، انتخاب هم شامل دی.
دوهمي سرچينې ويلي دي چي ترمپ تر اوسه پوري لا پر ایران باندي د پوځي انتخاب په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.