1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گراهام: د ایران اولس د آیت الله د حکومت د پای غوښتنه کوي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ بهمن ۱۳, دوشنبه

"اکسیوس" لیکلي چې د ترمپ حکومت ایران ته پیغام ورکړی دی چې د خبرو اترو له پاره تیار دی. څو امریکايي سناتورانو په ایران کې د"حکومت پر راپرځېدو" ټینگار کړی دی.

https://p.dw.com/p/57tm8
په تهران کې یوه ځوانه ښځه پر دیوال باندې له انځورونو څخه د تیریدو پرمهال
"اکسیوس" لیکلي چې د ترمپ حکومت ایران ته پیغام ورکړی دی چې د خبرو اترو له پاره تیار دی. انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

د "اکسیوس" خبري آژانس د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له خولې رپوټ ورکړ چې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ترمپ حکومت، د څو ارتباطي کانالونو له لارې ايران ته پیغام ورکړی چې د یوه توافق پر سر د خبر اترو له پاره یوه ملاقات ته آماده دی.

د اکسیوس خبریال باراک راوید، د دوو سرچینو له خولې په یوې مقاله کې لیکلي دي چې، ترکیه، مصر او قطر هیوادونه د سپینې ماڼۍ د استازي ستیو ویتکاف، او ایراني لوړپوړو چارواکو ترمنځ د روانې اونۍ په پای کې په انقره کې د یوه ملاقات د تنظیمولو په لټه کې دي. له دغو دریو هیوادونو څخه یوه چارواکي اکسیوس ته وویل: "دغه بهیر روان دی، موږ ټولې هلې ځلې ترسره کوو."

اړونده موضوع: ترمپ وايي تهران ورته د اعتراض کوونکو د نه وژلو ډاډ ورکړی دی

یوه امریکايي چارواکي هم له دغه سایت سره په خبرو اترو کې تائید کړل چې امکان لري د امریکا او ایران ترمنځ لیدنه کتنه په همدې اونۍ کې په ترکیې کې ترسره سي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي، سره له دې چې په سیمه کې د امریکا د پوځ ډېرښت روان دی، ټرمپ لا تر اوسه په ایران د برید په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې او د یوه انتخاب په توګه د ډیپلوماتیک حل د پیدا کولو په اړه غور کوي.

په ایران کې وروستی وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره په څه معنی دي؟

د اکسیوس په خبره، امریکایي چارواکي وايي چې د خبرو اترو په اړه د هغه وروستۍ څرګندونې د تیروتنو له پاره نه دي، خو واشنګټن نه پوهیږي چې آیا د اسلامي جمهوریت مشرعلي خامنه ای به ایراني ډیپلوماتانو ته اجازه ورکړي چې یوه داسې موافقه چې متحده ایالاتو ته د منلو وړ وي، نهايي کړي او که څنگه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ اوله) په تهران کې د سي ان ان له خبریال سره په مرکه کې وویل چې ايران آماده دی چې یوه توافق ته د رسیدو له پاره له امریکا متحده ایالاتو سره په (مساوي او عادلانه) خبرو اترو کې گډون وکړي.

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په اړه اټکلونه زیاتیږي، سناتور لینډسي ګراهام، له فوکس نیوز سره په یوه مرکه کې، یو ځل بیا له ټرمپ څخه وغوښتل چې په ایران کې له لاریون کوونکو سره د مرستې له پاره خپله ژمنه پوره کړي او د خبرو اترو پرځای دي د اسلامي جمهوریت د حکومت د بدلولو هڅه وکړي.

هغه ټینگار وکړ چې په منځني ختیځ کې سوله به، یوازې د ایران د حکومت د راپرځیدو په صورت کې عملي سي. د جمهوریت غوښتونکو دغه بانفوذه سناتور وویل: "هغه لوی کار چې د منځني ختیځ له پاره یې ترسره کولای سو، د دغه حکومت راپرځول دي او هغوی له ۱۹۷۹ څخه تر اوسه، په اوس وخت کې په تر ټولو کمزوري حالت کې قرار لري."

هغه له فوکس نیوز سره په خبرو اترو کې ټینگار وکړ چې " آیت الله به هیڅکله د امریکا دوست نه سي." او امریکا متحده ایالات نه سي کولای د ایران زړه ور اولس ته شا واړوي. هغه څرگنده کړه: "هغه کار چې نه یې سو کولای، هغه دادی چې د ریگن په ډول خبري وکړئ او د اوباما په څیر چلند."

دغه پیژندل سوي سناتور د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي: "د ایران خلک د ایت الله گانو د واکمنۍ پر مهال د هغه زغمل سوي ظلم پای ته رسېدل غواړي، نه یو غوره اټومي موافقه. اوباما او بایډن د ایرانیانو د هرې پیژندل سوې دسیسې فریب وخوړ. فکر مه کوی چې دا ډول څه به د ترمپ په دوره کې د تکرار په حال کې وي."

په عین حال کې څو نورو سناتورانو هم له تهران سره د واشنگټن مذاکره رد کړه. د مونتانا د ایالت سناتور تیم شیهي پر ایکس ولیکل: "د سپاه پاسداران لاسونه د امریکایانو په وینو ککړ دي. ولسمشر ترمپ به یې په علاقه سره جبران کړي. موږ له ترهگرو سره خبرې نه کوو."

د الاباما ایالت اوسیدونکې سناتوره کیتي بوید برید، هم د ایراني اعتراض کوونکو د نوو ځوانانو د وژلو په تړاو، د وال ستریت ژورنال د یوه رپوټ په شریکولو سره په ایکس کې ولیکل: "په دغه حساس وخت کې، دا ډیره مهمه ده چې موږ په ایران کې د هغو بې شمېره نارینه وو، ښځو او ځوانانو سره ودریږو چې په زړورتیا سره د آیت الله د قاتل رژیم په وړاندې دریدلي او د خپلو آزادیو له پاره مبارزه کوي."

په دې ترڅ کې له هیواد څخه بهر ایرانیانو د یکشنبې په ورځ هم د لاریونونو په ترسره کولو سره، په ایران کې د اعتراضونو ملاتړ وکړ.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.