احمد ولي کرزی او د هغه د جنازې مراسم۱۳۹۰/۴/۲۲۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبهhttps://p.dw.com/p/11uleاعلانپه کندهار کي د ستونزو په اړه به ولسمشر کرزي تر ډيره ځايه د احمد ولي کرزي څرګندوني اوريدې. يو شمېر خلکو ولي کرزی په کندهار کي د دولت او خلکو تر منځ يو پل بلی.انځور: dapd احمد ولي کرزي نه يوازي په کندهار، بلکي په ټول جنوب لويديځ زون کي نفوذ در لودی. هغه ته د روزګان، زابل او هلمند قومي مشران او سپين ږيري هم راتلل.انځور: AP احمد ولي کرزی په کندهار کي د قومي مشرانو او سپين ږيرو سره د يوې غونډي پر مهال. تر څنګ يې پخوانی قومندان حاجي اميرلالی هم ښکاريانځور: AP احمد ولي کرزي د مطبوعاتو سره مينه نه درلوده. خو کله نا کله يې تليفوني مرکې کولې.انځور: dapd پر احمد ولي کرزي باندي څو واري بريدونه سوي ول. په دې انځور کي په ۲۰۰۳ کال کي د احمد ولي کرزي کور ښکاري چي يوه چاودنه پکښي سوې ول.انځور: AP د کندهار د ولايتي شورا رئيس او د ولسمشر حامد کرزي کشر ورور د سې شنبې په ورځ د کندهار په نوي ښار کي د خپل يو باوري ساتونکي لخوا ووژل سو.د پيښه په ورځ د کندهار ميرويس روغتون، چي د احمد ولي کرزي جسد پکښي پروت و د ټولو پر مخ تړل سوی و.انځور: dapd افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی ډورۍ ته د خپل کشر ورور د ورکښته کولو پر مهال. ولسمشر د ورور مرګ سخت غمجنه کړی او ټول وخت يې سترګي د ژړا ډکي ښکاريدې.انځور: dapd احمد ولي کرزی په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل سو.انځور: dapd د ولسمشر کرزي سره کندهار ته د کابينې يو شمېر غړو هم سفر کړی. په انځور کي د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي ښکاري.انځور: picture alliance / dpa ولسمشر کرزی د کندهار په منډيګک ماڼۍ کي د قومي مشرانو سره د يوې غونډي پر مهال.انځور: dapd شاه ولي کرزی، د خپل کشر ورور احمد ولي کرزي د جنازې په مراسمو کي. ولسمشر کرزي د جنازې تر مراسمو وروسته د کندهار په منډيګګ ماڼۍ کي د قومي په مشرانو په يوه غونډه کي شاه ولي کرزی د احمدولي کرزي ځايناستی و نوموی.انځور: picture-alliance/dpa