د تحریم پر غوښتنې سربیره په ټاکنو د عراقیانو پراخ ګډون
۱۴۰۴ آبان ۲۲, پنجشنبه
د عراق د انتخاباتو کمیټې د سه شنبې (د نومبر میاشتې ۱۱ نیټه) په ماښام د دغه هیواد په پارلماني ټاکنو د خلکو د پراخ ګډون خبر وکړ.
د دغه بنسټ د اعلان مطابق تر ۵۵ سلنه ډیرو د رای ورکونې شرایطو درلودونکو کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی او خپلې رایې یې کارولي دي.
په عراق کې شاوخوا ۲۱ میلیونه کسان د رای ورکونې د شرایطو درلودونکي دي چې له دې ډلې ۱۲ میلیونو یې په انتخاباتو کې ګډون کړی دی.
د عراق د ټاکنو کمیټې، دغه شمیرې د اکثرو رایو د شمیرنې پر اساس اعلان کړي او ویلي یې دي چې لومړنۍ پایلې به د رای ورکونې د مرکزونو له تړل کیدو ۲۴ ساعته وروسته اعلان شي.
د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوداني، په ټاکنو کې بریا ترلاسه کولو ته خوشبینه دی. د عراق د نوي سیاسي عرف له مخې، د لومړي وزارت مقام یو شعیه مسلمان، د پارلمان مشري یوه سني مذهبه او د جمهوري ریاست مقام چې عمدتاً یو تشریفاتي مقام وي، یو کُرد ته ورکول کیږي.
په دغو ټاکنو کې ۷۷۴۰ کسان چې نږدې یو پر دریمه برخه یې ښځې دي، د پارلمان د ۳۲۹ چوکیو د ترلاسه کولو له پاره سیالي کوي.
یوازې ۷۵ خپلواکه نوماندان په دغو سیالیو کې حضور لري؛ هغه هم د هغه ټاکنیز قانون په چوکاټ کې چې اکثره باور لري چې د لویو ګوندونو په ګټه طراحي شوی دی.
۵۵ سلنه ګډون ځکه هم د پام وړ دی چې دغه کچه په څلور کاله مخکې ټاکنو کې یوازې ۴۱ سلنه وه چې د ټاکنو په تاریخ کې یې منفي ریکارډ ثبت کړی و.
سربیره پر دې باید په پام کې ونیول شي چې ځواکمن شعیه روحاني مشر مقتدی صدر، پر خلکو په انتخاباتو کې د نه ګډون کولو غږ کړی و. نوموړی نه یوازې په عراقیانو کې په میلیونونو پلویان لري، بلکې د عراق پر سیاست هم ډیر اغیز لري.
د مقتدی صدر نه موجودیت
صدر د ۲۰۲۱م کال په ټاکنو کې لوی پارلماني بلوک ترلاسه کړی و، خو له شعیه ګوندونو سره چې د دولت د تشکیل له پاره یې د هغه د هڅو ملاتړ ونه کړ او په بدل کې یې له یوه بل سره لوی ائتلاف رامنځته کړ، له پارلمان څخه استعفا وکړه. دغه درځ په پای کې په بغداد کې د خونړیو شخړو سبب شو.
نوموړي دا وار په ټاکنو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړه او مخکې له مخکې یې پر دې خبرې له ټینګار کولو سره چې دغه ټاکنې «نیمګړې او له فرقه ايز، قومي او ګوندیزو ګټو څخه اغیزمنې دي» له خپلو پیروانانو څخه وغوښتل چې ټاکنې دې تحریم کړي.
د سیاسي چارو شنونکی حمزه حداد په دې باور دی چې «۵۵ سلنه مشارکت که څه هم په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴م کلونو کې له ۶۲ سلنې مشارکت څخه لږ دی، خو د عراق له پاره یو مثبت ګام ګڼل کیږي او د دې ښکارېندویي کوي چې د مقتدی صدر نفوذ یوازې د هغه د پیروانانو پورې یې محدود شوی دی.»
د دوو قطبونو ترمنځ
عراق چې له کلونو راهیسې د نیابتي نښتو شاهد پاتی شوی دی، له یوې خوا د ایران نزدې متحد دی او بل لور ته امریکا متحده ایالات دي. بغداد په پرله پسې ډول هڅه کوي چې د دواړو قطبونو ترمنځ تعادل وساتي او اوس یې خپلې هڅې لا زیاتې ګړندۍ کړي دي. هغه هم په داسې یوه وخت کې چې سیمه د نوو ائتلافونو د رامنځته کیدو او پخوانیو قدرتونو د کمزورې کیدو شاهده ده.
بغداد په ورته وخت کې په عراق کې د ایران د نیابتي ډلو د بې وسلې کولو له پاره د واشنګټن تر سخت فشار لاندې دی. متحده ایالات په عراق کې د پراخ نفوذ او خپلو ځواکونو د موجودیت په پام کې نیولو سره د ایران له مداخلې او نیابتي ځواکونو څخه یې د عراق د خلاصون غوښتنه کوي.