1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې د داعش له ماتې وروسته لومړنۍ پارلماني ټاکنې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبه

۲۴ میلیونه عراقیان خپله رای کاروي، څو د پارلمان ۳۲۹ استازي وټاکي. پنځه زره سړيو او تر دوو زرو زیاتو ښځو ځانونه کاندید کړي دي. په ټوله کې ۸۷ ګوندونه په دغو ټاکنو کې برخه اخلي.

https://p.dw.com/p/2xa4h
Irak Wahl | Stimmabgabe in Bagdad
انځور: Reuters/T. al-Sudani

د عراق پارلماني ټاکنې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د می ۱۲مه) د سیمې په وخت د سهار په اوو بجو پیل شوې. دا په عراق کې د داعش تر ماتې وروسته لومړنۍ پارلماني ټاکنې دي. تر اوو زرو زیاتو کاندیدانو د پارلمان د ۳۲۹ څوکیو له پاره ځانونه نومولي دي.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې دا لا معلومه نه ده چې د عراق په پارلماني ټاکنو کې به کوم ائتلاف بریا ته ورسیږي: شیعه مذهبه سره ویشل شوي، کردان کمزوري شوي او د سنیانو دودیز ګوندونه څنډې ته کړی شوي دي. که څه هم اوسني لومړي وزیر حیدر العبادي ته د خوښې د وړ کاندید په سترګه کتل کیږي، خو په دې هکله آزادې او د باور وړ انتخاباتي وړاندوینې نه شته.

العبادي په عراق کې د داعش ډلې تر ماتې او د کردانو د جلا کیدو د مخنیوي وروسته د یوې بلې دورې هیله لري. هغه خپل ځان د شیعه ګانو او سنیانو او همداشان د واشنګټن او تهران تر منځ د توازن د ساتلو پلوي په توګه معرفي کوي. خو ډیری شمیر عراقیان هغه د اختلاس د لمن د پراخېدو او په مذهبي ډلو د هیواد د ویشل کیدو له پاره مسوول ګڼي.

د العبادي ډله له دوو نورو شیعه ائتلافونو سره رقابت کوي. په دوی کي د پخواني صدراعظم نور المالکي په مشرۍ ائتلاف او د هادي عاري، په مشرۍ د «ائتلاف فتح» ډله هم شامله ده. دغه دواړه وروستي کاندیدان ایران ته نزدې ګنل کیږي. خو د لویدیځ د خوښې کاندید د حکومت اوسنی مشر العبادي دی، چې عراق د امریکا او ایران له کړکیچه راایستل غواړي. د العبادي، المالکي او عامري تر څنګ بل شیعه واعظ مقتدی الصدر هم د شیعه رایو د خپلولو له پاره کمپاین کوي. دغه روحاني مشر د ټاکنو له پاره له کمونستانو سره ائتلاف جوړ کړی دی.

په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي له پاره د لومړي ځل له پاره دغه ټاکنې په الیکترونیکي بڼه تر سره کیږي. اټکل کیږي چې په ۴۸ ساعتونو کې د ټاکنو پایلې اعلان شي.

زموږ له آرشیف څخه: