1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټاکنو وروسته په عراق کې د ملي خودمختارۍ هڅې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۹, شنبه

وروسته تر دې چې د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې، مذهبي مشر مقتدی الصدر، د یوه ځواکمن شخص په توګه د عراق په سیاسي ډګر کې را څرګند شو. د هغه لومړۍ دنده دا ده چې هیواد د بهرنیو لوبغاړو له نفوذ څخه وساتي.

https://p.dw.com/p/2y0Cy
Muqtada as-Sadr
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Kadim

د تیرې یکشنبې په ورځ د  عراق په پارلماني ټاکنو کې د دې هیواد یو شمیر سیاستوالو د هغو کسانو هرکلې وکړ چې په لوړ مقام کې دي. د ایران د سپاه پاسدارانې انقلاب قوماندان قاسم سلیماني، په دوی کې لومړنی کس وو. همدارنګه په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو ځانکړی استازی برت مک ګورک او د کردانو مشر مسعود بارزاني هم په دغو کسانو کې شامل ول.

مخکې تر دې چې عراقیان اصلاً د یو نوي پارلمان او خپل لومړي وزیر په هکله پریکړه وکړي، دغه ایراني قوماندان د خلکو په حضور کې را څرګند شو، تر څو د خپل هیواد د پلوي قونونو د راتلونکي احتمالي ائتلاف په هکله بحث وکړي.

د شعیه مذهبه روحاني مشر مقتدی الصدر بریالیتوب لا تر دې دمه پورې نه وو معلوم، خو روښانه وه چې پر هغې باید حساب وشي. مقتدی الصدر د ټاکنو تر ترسره کیدو مخکې واضحه کړې وه چې عراق باید د سیاسي، اقتصادي او ایډیالوژیکې پلوه مستقل او خپلواکه شي.

خو داسې ښکاري چې دا کار په تهران کې د ملایانو خوښ نه شي. دوی د ډیرو کلونو راهیسې دې ټکې ته متوجه ول چې په عراق کې خپل نفوذ وساتي. د عراق پخواني لومړي وزیر نوري المالکي خپل د حکومت پر مهال د ایران د نفوذ یو ښه ضامن وو.

وروسته تر هغې یو بل شعیه سیاستوال حیدر العبادي لومړی وزیر شو، خو هغې په ښکاره له ایران څخه واټن وانیوه. خو د تیرې اونۍ په نیمایې کې څرګنده شوه چې د مقتدی الصدر په مشرۍ د «سائرون» په نوم ائتلاف بریالی کیږي چې نن د شنبې په ورځ هم دغه نتیجه رسمي شوه.

د دغه شعیه مذهبه نیشنلیت بریالیتوب د ایران له پاره خوشحاله کونکی نه تمامیږي. په دې دليل سلیماني کوښښ کوي چې د هغه سرسخته شعیه رقیبانو نوري المالکي او د ایران پورې  وابسته د عراق البدر اتحاد مشر هادي العامري، تر منځ یو ائتلاف رامنځته کړي.

خو په هر صورت مقتدی الصدر او د بدر ملیشې یو ګډ هدف لري: دوی غواړي هر څومره ژر چې ممکن وي امریکا متحده ایالات له عراق څخه ووزي.

سربیره پر دې د واشنګټن حکومت هم په دې کار خوښ نه دی. د ټاکنو د پایلو تر اعلان سمدستي وروسته د عراق له پاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني استازي برت مک ګورک، دغه هیواد ته د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ. ګورک تر ټولو دمخه د عراق د کردانو له مشر مسعود بارزاني چې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې پر ضد د امریکا متحده ایالاتو یو با اعتماده کس وو سره لیدنه کتنه وکړه.

د دغه هیواد له سیاستوالو سره دغو دواړو ملاقاتونو د عامه خلکو په منځ کې منفي غبرګونونه درلودل. د عراق لیبرال ورځپاڼې «المدا» ولیکل: «دا د شعیه ګانو یوه لویه تیروتنه ده چې له ایراني جنرال قاسم سلیماني څخه مرسته غواړي. همدارنګه دا د کردانو یوه لویه تیروتنه ده چې د امریکایې دیپلومات برت مک ګورک سره د لیدنې په هڅه کي وو».

نوموړۍ ورځپاڼه زیاتوي چې د دواړو حضور د عراق د خلکو له پاره توهين او سپکاوی دی: «عراقیانو همدا اوس د ملي وحدت یو حکومت انتخاب کړی دی، چې باید د پخوانیو کمزورو او فاسدو حکومتونو کار ته دوام ور نه کړو چې په ترکيب کې یې ایرانیان او امریکایان دواړه لوی تاثير لري».

په همدې دليل په عمان کې د فرید ریش ایبرت د بنسټ له دفتر څخه تیم پچولات، په دې نظر دی چې عراقیان د سني او شعیه تر منځ له مذهبي شخړو څخه ستړي شوي دي: «دوی د یو نوي شي غوښتونکي دي، دوی د یو ګډ دولت غوښتونکي دي».

داسې ښکاري چې همدا یو ملي مستقل هیواد به چې له بهر څخه یې فساد ته مخه نه ده کړې، د بهرنیو لوبغاړو د سترګونو اغزی وي.