1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيترکیه

PKK ګوند خپل ځواکونه له ترکیې څخه عراق ته انتقالوي

۱۴۰۴ آبان ۴, یکشنبه

د پي کا کا ملیشه ډلې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه له ترکیې څخه عراق ته انتقالوي. دغې ډلې له انقرې څخه وغوښتل چې د عراق په شمال کې د سولې بهیر د مراسمو خوندیتوب له پاره دې ټول قانوني اقدامات ترسره کړي.

https://p.dw.com/p/52bDQ
د کردستان کارګر ګوند اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه د عراق شمال ته انتقالوي
د کردستان کارګر ګوند اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه له ترکیې څخه د عراق شمال ته انتقالويانځور: ANKA

د فرانسې خبري آژانس د یوه خبریال په نقل، چې په دغو مراسمو کې یې حضور درلود ویلي چې د کُردستان کارګر ګوند (PKK) په هغه اعلامیه کې چې د عراق په شمال قندیل سیمه کې ولوستل شوه اعلان وکړ: «مونږ د ترکیې له داخل څخه د خپلو ټولو ځواکونو د پر شا تګ عملي کولو په حال کې یو.»

دوی یو انځور خپور کړ چې ۲۵ تنه جنګیالي، د هغو له ډلې څخه اته تنه ښځې په کې ښودل شوي چې لادمخه له ترکیې څخه د عراق شمال ته تللي دي.

(PKK)  چې د روان کال په می میاشت کې یې رسماً د خپلې ۴۰ کلنې وسله والې مبارزې پای ته رسول اعلان کړ، اوسمهال د سیمې د یوه تر ټولو اوږدمهاله شخړې د پای ته رسولو په هڅه کې دی چې شاوخوا ۵۰ زره کسان په کې وژل شوي دي.

خو دغې ډلې له ترکیې څخه وغوښتل چې د دې بهیر د پرمخ بیولو له پاره چې یو کال مخکې په غیر منتظره ډول د انقرې له خوا د دغې ډلې مشر عبدالله اوجالان ته د زیتون د یوې څانګې په وړاندې کولو سره پيل شوې و، اړین ګامونه پورته کړي. 

په دې اعلامیه کې راغلي دي: «د دې بهیر د اړتیا وړ قانوني او سیاسي ګامونه او په دیموکراتیک سیاست کې د مشارکت له پاره د ازادۍ او لازم دیموکراتیک ادغام قوانین، باید بې له ځنډ څخه اجرا شي.»

دغې ډلې اعلان کړی دی چې غواړي د کُرد لږکۍ له حقونو څخه د دفاع په لاره کې د دیموکراتیکې مبارزې له پاره د اوجالان تاریخي بلنه تعقیب کړي.

کردستان کارګر ګوند (PKK) د جولای په میاشت کې د عراق په شمال غرونو کې نمایشي مراسم ترسره کړل او په هغه کې یې د وسلو لومړنۍ محموله لمنځه یوړله. دغه مراسم د ترکیې له خوا «د نه راګرځیدونکي عطف نقطې» په توګه وستایل شول.

آيا رشتيا د عراق په شمال کي زهرجن گاز استعمال سوی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب