1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايرانی داخله وزير: د مهسا په مړينه کي پوليس ملامت نه دي

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

د ايران داخله وزیر ويلي دي چي پلټونو ښودلې چي مهسا اميري نه د پوليسو له خوا وهل سوې او نه له دې کبله مړه سوې ده. په ایران کې د مهسا امیني تر مرګ وروسته پراخ لاریونونه راوتلي چې له کبله یې یو شمیر وژل او ټپیان سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4HIW9
د مهسا د مړيني وروسته په ايران کي له په لوړه اندازه احتجاجونه راوپارېدل
د مهسا د مړيني وروسته په ايران کي له په لوړه اندازه احتجاجونه راوپارېدلانځور: UGC

د ايرنا خبري آژانس د خبر له مخي د ايران داخله وزير احمد وحيدي د ۲۲ کلنې ايرانۍ مېرمنې مهسا اميري په مړينه کي د پوليسو پړه رده کړې ده. نوموړي ويلي: »تر مړيني وروسته طبي معاينو ښودلې ده چي نه وهلو يا ضربو صورت نيولی او نه هم کوپړۍ ماته سوېده.« ياد آژانس د داخله وزير دا څرگندونې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۲۴نېټه) خپرې کړي دي. د ايراني وزير وحيدي په وينا د دغي قضيې په پايله کي رامنځته سوي احتجاجونه د يو ناسم تعبير نتيجه دي.

د آلمان کيڼ ګوند د ايرانيانو په پناه غوښتنه کې آساني غوښتې ده

مهسا اميني تقريبا يوه اونۍ تر مخه په تهران کي د پوليسو له خوا په دې تور ونيول سوه چي گواکي د حجاب اصول يې نه ول مراعت کړي. پر هغې تور ؤ چي حجاب يې داسي نه ؤ پر سر کړی چي د سر ټول ورېښتان يې پټ وي، بلکې د ورېښتانو يوه برخه يې معلومېدله. مهسا اميني د پوليسو په قومنداني کي بېهوښه سوې او کوما ته لوېدلې وه او بيا روغتون ته انتقال کړل سوې وه. هغه د سپتامبر په ۱۶مه د تهران په يو روغتون کي مړه سوه.

ایراني پوليس ادعا کوي چي مهسا اميني د زړه د حملې له کبله کوما ته لوېدلې او بيا مړه سوې ده . خو تنقيد کوونکي وايي چي هغه تر مخه د ایران د محتسب پوليسو له خوا وهل سوې وه او له کبله يې ويني دماغ ته داخلي سوي وې. خو پوليس د موضوع دغه بڼه په بشپړه توگه ردوي.
په ایران کې د احتجاجونو دوام؛ د وژل شویو شمېر لسو کسانو ته رسېدلی
د مهسا اميني مړينه په ټول ايران کي د احتجاجونو لامل سوه. په دغو احتجاجونو کي د تر لسو څخه د زياتو انسانانو د وژل کېدو او د زيات شمېر نورو د ژوبل کېدو خبرونه ورکول سوي دي. د دغو احتجاجونو له کبله د ايران په بعضو سيمو کي انټرنټ ته هم لاسرسی محدود کړل سوی دی.

د مهسا اميني پلار د عدلي طب وروستي راپورونه تنقيد کړي دي. هغه وايي چي لور يې د زړه هيڅ ډول ناروغي نه لرله او په وينا يې له دې کبله د زړه له وجې مړينه هم ممکنه نه ده.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.