1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران احتجاجونو دوام؛ وژل شویو شمېرلسو کسانو ته رسېدلی

۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبه

د بشري حقونو د ويپ پاڼو په حواله په ارومیه او اشنویه ښارونو کې د تیرې شپې په مظاهرو کې دوه کسان وژل شوې دي. مظاهره چیانو د ورمین او قرچک سيمو پر قوماندانيو او د مشهد د احمد آباد د پولیسو پر مرکز بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4HC6K
Iran Proteste gegen den Tod von Mehsa Amini in Sabzevar
انځور: NNSRoj

د چهارشنبې په ورځ د ایران په ډېرو ښارونو کې د مهسا امیني د مشکوکې مړینې په غبرګون کې مظاهرې دوام لري. د کردستان د بشري حقونو مرکز خبر ورکړی دی، چې د تیرې شپې په احتجاجونو کې درې کسان وژل شوې دي، چې په وژل شویو کې یو کس داسی دی چې ۱۶ کاله عمر لري.

 د دغه راپور له مخې، ۱۶ کلن امین معروفي او ۲۷ کلن صدرالدین لیتن په اشنویه کې او ۲۵ کلن دانش رهنما په ارومیه کې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شول.

ایرانیان د مهسا امیني د مړه کیدو توضیحات غواړي

د کردستان د بشري حقونو مرکز لیکلي دي: « د امین مروفي  د بدن د مینځلو په خپره شوې ویډیو کې په ښکاره لیدل کیږي، چې هغه د مرمۍ په واسطه چې په سینه یې لګیدلي وژل شوی دی.»

 

په ټولنیزو شبکو کې د امین معروفي د جنازې ویډيو هم نشر شوې ده.

په ټولنيزو شبکو کې داسې ویډیوګانې هم نشر شوې دي، چې مظاهره کوونکو د ایران په دولتي مرکزونو بریدونه کړې دي، چې د رامین ښار قرچک قومانداني هم پکې شامله ده.

او په مشهد کې د احمد آباد د پولیسو سټېشن

دغه فلمونو کې ښکاري چې په تهران کې نښتې شوې دي. د پیروزي په کوڅه کې د امنیتي ځواکونو یو موټر سایکل سوځول شوی دی.

د ایران شمال چې تېرې دوې ورځې نبستاً آرام وو، د خلکو د اعتراضونو میدان ګرځیدلی. د تهران د زعفران سیمې یوه اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل، د چهارشنبې په شپه له زعفرانیه سیمې څخه تر تاجرش پورې مظاهرې وشوې.

د پارک په څلور لاري کې د خلکو او پولیسو ترمنځ د نښتو ویډیو نشر شوې ده.

د انسټاګرام او واټساپ بندیدل

نت بلاکس چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د انټرنیټ سرعت او محدودیتونه څاري، په خپل ټویټر کې په ایران کې د WhatsApp او انسټاګرام بندیدل تائید کړې دي. نت بلاکس  لیکلي: «ایران اوس د 2019 په نومبر کې د ډله ایزې وژنې راهیسې د انټرنیټ تر ټولو سخت بندیزونو لاندې دی.  د تیلفون شبکې په پراخه کچه قطع شوي دي.»

په کردستان د ښځینه فعالانو نیول

په تېرو ورځو کې د څو ښځینه فعالانو د نیول کیدو خبر ورکړل شوی. د کردستان د بشري حقونو شبکې د دغو کسانو نومونه ژینا مدرس ، اوین راستي او لیلا صالحي اعلان کړې دي.

ژینا مدرس د چهارشنبې ورځې په مازدیګر د سړک له سره نیول شوې ده.

ملګري ملتونه: په ایران کې اعدامونه او سرکوب د اندېښنې وړ دي

له دې مخکې اعلان شوی و، چې فرانک رفیعي، باران ساعدي، مهرو هدایتي، آزاده جماعتي او بهار زنګی بند په سنندج ښار کې نیول شوي او د خامنه یي د استعفا لیک یوه لیکواله فاطمه سپهري همدا راز په مشهد کې نیول شوي ده.

د ښځینه فعالانو ترڅنګ د کردپا سایټ مسؤلین مسعود او خسرو کورپور هم نیول شوي دي.

ف ظ/ ب ص/ dw