1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کيڼ ګوند د ايرانيانو په پناه غوښتنه کې آساني غوښتې

۱۴۰۱ مهر ۳, یکشنبه

د ايراني پوليسو په قيد کې د يوې ځوانې ښځې تر مړينې وروسته د آلمان کيڼ ګوند په جرمني کې له ايران څخه د تر تعقيب لاندې کسانو منل کېدل غوښتي دي.

https://p.dw.com/p/4HHwI
د کيڼ ګوند مشره ژانين ويسلر
د کيڼ ګوند مشره ژانين ويسلرانځور: Wolfgang Kumm/dpa/picture alliance

د آلمان کيڼ ګوند ويلي چې »هغه انسانان چې په ايران کې ربړونې يا مرګ ګواښي او تښتي، حفاظت او پناه ته اړتيا لري.« دغه څرګندونې د ياد ګوند مشرې، ژانين ويسلر د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۲۳نېټه) په برلين کې وکړې.

هغې زياته کړه چې »موږ د آلمان پر حکومت غږ کوو چې دغه کار چټک او بې له پېچلتياوو تضمين کړي او ايران ته اخراجونه بند کړي.«د آلمان صدراعظم د مهسا اميني مړينې ته غبرګون وښود

په ايران کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني تر مړينې وروسته د يو څو ورځو راهيسې احتجاجونه دوام لري. هغه يوه اوونۍ وړاندې د اسلامي حجاب له مقرراتو څخه د سرغړونې په پلمه ونيول شوه. دا چې تر قيد وروسته څه شوي دي، لا معلومه نه ده. خو هغه په کوما کې ولوېدله او په روغتون کې مړه شوه.

ويسلر اوس ټينګار وکړ چې »زړورې ښځې د خپلې آزادۍ له پاره مبارزه کوي او په احتجاجونو کې د ګډون له لارې خپل ژوند تر خطر لاندې راولي.« د هغې په خبره د ايران د دولت له خوا د احتجاجونو په وړاندې تدابير د واکمنانو تاوتريخوالی په ګوته کوي چې له کبله يې يوه بې طرفه نړيوال پلټونکي کميسيون ته اړتيا ليدل کيږي.په ایران کې د احتجاجونو دوام؛ د وژل شویو شمېر لسو کسانو ته رسېدلی

د ايران څخه راغلي پناه غوښتونکي دامهال په آلمان کې د حفاظت د ترلاسه کولو يوازې لږ چانس لري. د آلمان د پناه غوښتنې او کډوالۍ د ادارې په حواله سږ کال تر اګست مياشتې پورې  تقريبا ۳۵۰۰ ايراني ښځو او نارينه وو د پناه غوښتنې عريضه کړې ده. د هغو ايراني اتباعو له جملې څخه چې پر عريضې يې پرېکړه شوې ده، ۳۰،۵ سلنې ته يې حفاظت ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې سوريايانو په څه باندې ۹۰ سلنه مواردو کې او افغانانو په ۸۱ سلنه مواردو کې حفاظت تر لاسه کړی دی.

آ./ن.ص./ا.ا.