1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

IAEO او د ايران او شمالي کوريا اټومي پروګرامونو

۱۳۸۸ تیر ۱۱, پنجشنبه

په ويانا کښی د نړيوالي اټومي انرژۍ سازمان IAEO ددې مسؤليت پر غاړه لري،چه د اټومي انرژۍ څخه د نظامي مقاصدو دپاره کار وانه خيستل سي ،خو په دې شرط چه دهغه غړي هيوادونه ورسره کومک وکي ...

https://p.dw.com/p/IfYH
د بين امللي اټومي انرژۍ د سازمان IAEO مشر محمد البرادعيانځور: AP

نړۍ بايد په دقت سره دا واوري چي اېرانی اولس کاملأد اټومي انرژۍ د کارولو تر خپل حق نه تيريږي . وخت زموږ په ګټه روان دی او د هري ورځي په تېرېدلو سره لوېديځ مجبوره دی چي يو قدم پر شا ولاړ سي، او د ايراني اولس حق ومني .

د ايران د اولس مشر احمدي نژاد دغه خبري مي واورېدې چي دوه کاله مخکښي يې څرګندي کړي وې . د پهلوي شاه په وخت کي ايران په هغو هيوادونو کي حسابيدۍ کوم چي د ملګرو ملتونو د آټومي وسلو د څارنې د ادارې سره په ډير ښه ډول ګډ کار کوۍ . ايران په هغو لومړيو هيوادونو کي راتلۍ چي په 1968 م مېلادي کال يې د آټومي وسلو د نه خپرولونړۍ وال تړون لاسليک کړی او دوه کاله وروسته يې دغه تړون يووار بيا تصديق کړۍ .

د اسلامي انقلاب په لومړيو کلنو کي هم د آټومي انرژي د نړۍ واله ادارې سره د ايران ګډ کار ښه ؤ. خو ډېر ژر لوېديځه استخباراتي ادارو ته داسي شکونه ورپيدا سوه چي ايران پرپوځي اټومي پروګرام کار پېل کړی دی .

Mark Fritzpatrick په لندن کي د اټومي وسلو د نه خپرولو د ستراتيژۍ د انسټيټيوټ مدير دی . دده پياد دي چي د ايران د اټومي پروګرام په هکله شکونه څه وخت رښتيا ثابت سول . دی پدې باب وايي،

«په 2002 م مېلادي کال د اټومي انرژۍ نړۍ والي ادارې د هيواد څخه دباندي ژوند کوونکو ايرانيانو څخه معلومات تر لاسه کړل . همداؤ چي دغي ادارې غوښتنه وکړه چي په ايران کي د مشکوکو ځايونو څخه کتنه کول غواړي . پدې ترڅ کي ثابته سوه چي ايران د تيرو اتلسو کالو راهيسي دهغه تړون څخه سرغړونې تر سره کولې چي دغه هيواد داټومي وسلو د نه جوړولو او نه خپرولو په هکله لاسليک کړی ؤ . د اټومي انرژۍ د ادارې ښه رول داؤ چي ټوله هغه ټکي يې په ګوته کړل، کومو چي څرګندول د تړون په کومو ټکو کي ايران کله او څنګه سرغړوني کړي وې . د 2003 م مېلادي کال راپور څوارلس هغې لاري په ګوته کوي چي د تړون څخه ښکاره سرغړونې دي .

Satellitenbild der Atomanlage in Yongbyon in Nordkorea
د شمالي کوريا اټومي بټۍانځور: picture-alliance / dpa

د اټومي انرژۍ د نړۍ واله ادارې د2003م مېلادي کال راپور دهغو شخړو سبب وګرځېدۍ چي د ايران داټومي پروګرام پر سر تر اوسه لا رواني دي . د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پدې هکله تر اوسه پوري پنځه پرېکړي کړي دي . تر ټولو ډيراهميت دې ته ورکول کيږي چي ايران د يورانيمو غني کول ودروي . غنی سوی يوارنيم چي په اټومي بټيو کي سوځل کيږي که ډېر غني سي ،ځيني د اټومي وسلو د جوړولو دپاره کار اخيستل کېدلای سي .

په حقيقت کي هر هيواد دا حق لري چی د سوله ايزه مقاصدو او د انرژۍ د موضوعاتو په خاطر يورانيم وکاروي ،خو دا چي ايران په پټه دغه پروګرام پېل کړی دا شک قوي کوي چي د ايران اټومي پروګرام سوليزه هدف نه لري .

د 2006 م مېلادي کال د اکتوبر پر نهمه نېټه شمالي کوريا د اټومي بم ازموينه وکړل . د روان کال د می پر پنځه ويشتمه شمالي کوريا دوهمه چاودنه وکړل . د څه باندي پنځوسو کلونو څخه شمالي کوريا هڅې پېل کړي وې چي اټومي وسلې جوړي کړي .

اصفهان ته نژدې د يورانيمو غني کول
اصفهان ته نژدې د يورانيمو غني کولانځور: picture-alliance/dpa

په 1970 م مېلادي کال شمالي کوريا د اټومي انرژۍ ادارې سره د اټومي وسلو نه خپرولو تړون لاسليک کړۍ . پدې ډول دغې ادارې حق تر لاسه کړۍ چي د شمالي کوريا د اټومي بټيو څخه ليدنه وکړي . په 1992م مېلادي کال کښي د اټومي انرژۍ بين امللي ادارې معلومه کړه چي شمالي کوريا پر پوځي اټومي پروګرام کار کوي . د شمالي کوريا د اټومي بټيو څخه کتني وسوې او هلته کمرې ولګول سولې . خو د نړۍ والي ادارې کار د ستونزو سره مخامخ ؤ.

همدا ؤ چي په 2003 م مېلادي کال شمالي کوريا په رسمي ډول د لاسليک سوي تړون څخه پر شا سول . ددغه عمل څخه ترمخه لا پر شمالي کوريا د سرغړونو پر سر بنديزونه لګول سوي وه .

د ايران او د شمالي کوريا د اټومي پروګرامونو پرابلمونه لا تر اوسه پوري ندي حل سوي .

فون هاين/ احمد ولي اڅکزی

کتونکي : محمد قاسم نوري