په سوریه کې لا هم د تاوتریخوالي پیښې ادامه لري
۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سهشنبهاعلان
د راپورونو له مخې تیره ورځ په سوریه کې د تاوتریخوالي په پيښو کې تر سلو زیات کسان وژل شوي دي. د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کوفي عنان د اسد د رژیم له لوري پر مخالفینو باندې د درنو وسلو د استعمالولو او د ملکي کسانو د وژنې له امله پر دغه پیښو باندې خپله ژوره خواشیني څرگنده کړې ده.
عنان زیاته کړې ده چې هغه په ځانگړې توگه د حمص او د حفه د ښار په اړه ډیر اندیښمن دئ. په سوریه کې د ملگرو ملتونو څارونکي ماموریت راپور ورکړی دئ چې د دوشنبې په ورځ د اسد د رژیم څرخي الوتکو د حمص پر دوو شمالي ښارونو باندې بمباري کړې ده. د لومړي ځل له پاره د المان د صدراعظمې انگلا میرکل د گوند یو وتلي غړي ویلي دي چې دا به یوه اشتباه وي که په سوریه کې د پوځي اقدام د اخیستو څخه صرف نظر وشي.