1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کښي د کرسمس اختر او افغانان

۱۳۸۸ دی ۴, جمعه

په ټوله نړۍ کې عيسويان د کرسمس اختر يعني د عيسی عليه السلام د زيږيدو ورځ لمانځي . په جرمني کي هم ددغه اخترپه مناسبت له څو اونيو راهيسې تياری نيول کيږي

https://p.dw.com/p/LDQw
انځور: MEHR

د کرسمس د اختر څخه څلور اونۍ د مخه دغه وخت ته اډوينت وايي او دا د يکشنبې په ورځ په کليساوو کې په دعاوو او د شمعو په لګولو سره پيليږي . په کورونو کي هم ددې وخت په رارسيدو سره څراغونه او شمعان روښانه کيږي . د کوچنيانو لپاره اډوينت ډير په زړه پوري وي . د اډوينت د جنترۍ په نامه ځانګړي جنتريګاني چاپيږي چې 24 کړکۍ يا ورسۍ لري او د 1 څخه تر 24 دسمبره پوري هره ورځ د يوې کړکۍ په پرانيستلو سره ماشومان هره ورځ يو کوچنی سوغات او يا چاکليټ تر لاسه کوي .

په دې وخت کې د کلچو او نورو خوږو پخلی هم ډير رواج لري . د کرسمس ونه چه په دې وخت کي په کورو کې درول کيږي، د عيسويانو لپاره د اډوينت د وخت د مذهبي اړخ سره تړاو لري . په دې وخت کې د کرسمس د بازارونو په نامه خاص بازارونه جوړيږي چه د خوراک، څښاک او د کوچنيانو د ساعت تيري پر سامان سربيره نور د ضرورت شيان هم پکښې خرڅيږي . په دفترونو، روغتونو، ښونځيو او وړکتونو کې د کرسمس د جشن د لمانځلو لپاره محفلونه نيول کيږي . او ټول په ګډه سره د کرسمس جشن لمانځي .

په جرمني کي پر عيسويانو سربيره ګڼ شمير د نورو دينونو پيروان او مسلمانان ژوند کوي، چې په دوی کي افغانان هم شامل دي . افغانان او د هغوی ماشومان د کرسمس يا په الماني ژبه د وايناختن اختر په هکله چه څه وايې، په دې هکله قدسيه خلج چې د بن په يوه وړکتون کې د روزونکې په حيث کار کوي او پخپله دوه اولادونه لري، داسې وايي :

« موږ دلته په وړکتون کي ډير خارجي کوچنيان لرو، چې 90 فيصده يې ملسمانان دي . دلته په دې وړکتون کې د لوی او کوچني اختر ميله نيول کيږي . او د کرسمس اختر هم د مسلمانو ماشومانو سره لمانځل کيږي . ډيري ميندي پلرونه غواړي چې په دغه رواج وپوهيږي ،نو ځکه هر کال دا جشن دلته لمانځل کيږي . زه خپله هم دوه اولادونه لرم . هغه وخت چه اولادونه مي واړه وه، نوکله چې به په وړکتون کې جشن نيول کيده نو تل به يې پوښتنه کوله او ډيره علاقه يې درلودله . ما به هغوی پوهول چې موږ مسلمامان خپل اخترونه لرو. خو بيا هم د هغوی د پوهويدلو لپاره مې ورسره په کور کې تر يوه حده ورسره لمانځه.»

ډيري افغاني کورنۍ چې د اوږدې مودې راهيسي په جرمني کي ژوند کوي او د نورو المانې کورنيو سره راشه درشه لري، هغوی بيا د خپلو دوستانو سره په دې جشن کي برخه اخلي . د نوي کال مراسم هم لمانځي او دا ورځي او شپې د خوشالۍ ورځي او شپې بولي . لکه دا افغانه ميرمن چې د ديرشو کلونو راپديخوا په جرمني کي ژوند کوي ،داسي وايي :

« موږ دا جشن د خپلو دوستانو سره لمانځو . دا يو ډير ښه وخت او ښه موسم دی . موږ چې دلته ژوند کوو نو زموږ لپاره هم يو څه خوشالي ده . زه ټولو ته مبارکي وايم او ټولو ته ښه نوی کال غواړم . موږ نوی کال هم د خپلو کورنيو سره په ښه شان لمانځو. »

خو نور افغانان بيا يوازي خپل اسلامي اخترونه لمانځي او د کرسمس په اختر کې برخه نه اخلي، لکه کوچنی لوديانه او د هغې مور داسي وايي :

« موږ د کرسمس اختر نه لمانځو . خو اولادونه مې پوهيږي چې ولي دا جشن لمانځل کيږي . په وړکتون کې ورته تشريح کيږي . موږ خپل اسلامي اخترونه په ښه شان لمانځو . ماشومان جومات ته سره بيايو. او نور ټول مراسم په ښه ډول سره پوره کوو.»

د عيسی عليه السلام د زيږيدو دا جشن په ډيرو غير عيسوي کورنيو کې هم د کورنۍ د جشن په نامه يا ديږي او په ډير ښه شان سره لمانځل کيږي.

لکه څنګه چه معلومه ده ،مسلمانان هم عيسی عليه السلام د پيغمبر په توګه مني . نو ددې پيغمبر د زيږيدو ورځ د مسلمانانو لپاره هم د خوښۍ او خوشالې ورځ ده . ځکه ډيری افغانان له همدې کبله د ددې جشن په هغه مراسمو کي ګډون کوي چې د اسلام له نظره يې سم بولي . او د ددې ټولني د خلکو او د خپلو همکارانو په خوشحاليو کې د ګډون په مقصد په دغو جشنو کې برخه اخلي .

دا افغان ورور په دې هکله داسي نظر لري .

« ملسمانان عيسی عليه السلام ته د يوه برحقه پيغمبر په سترګه ګوري ، چي د هغه څخه ورسته زموږ ورستی پيغمبر دې دنيا ته راغلی دی . مسلمانان عيسی عليه السلام ته درناوی کوي ،نو ځکه دا ورځ مسلمانان په دعاګانو او خيراتونو سره لمانځي .

موږ مسلمان چه په اروپا کې ژوند کوو او کار کوو او ددې ټولني د خلکو سره په تماس کې يو، نو ددوی سره دا جشن هم لمانځو . ځکه په هغه کې کومه ګناه نسته . دوی په دې وخت کې په روغتون کې زما په اطاق کي يو څو څراغونه بل کړل . زما په نظر دا کوم عيب نه لري . ددوی په جشنو کي هغه خواړه چې د اسلام د نګاه څخه ورباندي کومه پابندي نسته، موږيې ورسره خورو، د مثال په ډول کيک او کلچې . »

لکه څنګه چې دمسلمانو ماشومان د کوچني او لوی اختر ورځو ته په ډيره بې صبرۍ سره سترګي په لار وي ،همدا شان په جرمني کي هم کوچنيان د کرسمس اختر يا وايناختن ته ډيره خوشالي کوي او په وړکتونو او ښونځيو کې يې ورته هره ورځ د با با نوروز کيسې او سندرې ويل کيږي . په دې هکله يوه افغانه مور داسي وايي :

« لور مي د کرسمس اختر ته ډيره خوشالي کوي ، چه د وړکتون څخه کورته راسي نو وايي موږ ولې د صبر ونه په کور کي نه لرو؟ ولي با با نوروز موږ کره نه راځي او تحفې راته نه راوړي؟ يوه ورځ د وړکتون څخه کورته راغله، نو ويل يې چي با با نوروز زموږ کره هم راځي خو ځان يې راڅخه پټ کړی دی . کوچنيانو ته ښه ساعت تيری دی . موږ يې هم د رخصتۍ څخه ګټه اخلو او د خپلو خپلوانو او دوستانو کره ورځو.»

خو د ځينو افغانانو لپاره له همدې کبله د خوښۍ وړ نه دی، لکه دا ځوان افغان چه وايي :

« په کرسمس کې څوک ماته تحفې نه راکوي ځکه مي دا جشن نه خوښيږي »

د کرسمس اختر چي په المان او نورو لويدځو هيوادونو کي لمانځل کيږي، د کلچو،کيکونو او نورو په زړه پوري خوراکونو موسم دی . عيساويان ورته د کال تر ټولو ښکلی وخت وايي، او د ميني د ښکاره کولو او يو بل ته د سوغاتونو او تحفو ورکولو دود او دستور هم پکښي پر ځای کيږي .

RTRD/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري