1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: په برلين کي دي د ميک کريسټل څخه څوک د خوږو خبرو تمه نه لري

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

جنرال سټينلي ميک کريسټل د سياسي چارو د سترو مسولينو سره د خبرو په وخت کي خپل نظر په ډاګه بيانوي، دا موضوع د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ته هم روښانه سوې ده...

https://p.dw.com/p/N1hU
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټل
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټلانځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټل خپل پوځي لوړ تعليمات دامريکا د متحده ايالاتو دWest Point په پوځي اکاډمۍکي بشپړی کړي. دی په 1991 ميلادي کال کي د خليج په جګړه کي، په سعودي عربستان کي د امريکا دمتحده ايالتونوپه خاصو پوځي ځواکونوکي په خدمت بوخت و.

وروسته دده تر قوماندي لاندي د امريکا د متحده ايالاتو خاص کوماندويي واحدونه په عراق او افغانستان کي په اصطلا دترهګرو په ښکار بوخت ول. نوموړی د تير ميلادي کال راهيسي په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو قومانداني په غاړه لري.

ميک کريسټل نن برلين ته راځي، او دی په برلين کي غواړي د هغه کسانو سره خبري وکړي، چي په روان وخت کي په اصطلا«دجګړې»کلمه ددوی خولي ته سم نه راځي، خو په راتلونکي کي دوی بايد دې ته را وهڅول سي، چي ددوی عسکر په افغانستان کي د طالبانو سره په جګړو کي فعاله ونډه واخلي.

جنرال ميک کريسټل بايد څو ورځي دمخه برلين ته راغلی وای خو د اروپا پر هوايي قلمرو باندي د والکان د ايرو د خوريدلو له امله دغه سفر وځنډيد خو په دې توګه آلمانانو ته دا وخت په لاس ورغی، چي د ميک کريسټل سره د خبرو پر آجندا باندي يو څه فکر وکړي.

دLeipziger Volkszeitung په نامه د المانۍ ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قوماندان ميک کريسټل به په برلين کي د المان ددفاع له وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ او د نورو مسولو چارواکو سره پخپلو خبروکي دا موضوع مطرح کړي، چي د سږ کال داوړي په هغه پراخو تعرضي پوځي عملياتو کي چي د ناټو له خوا د افغانستان په شمال کي پلان سوي دي، په هغه کي بايد الماني عسکر فعاله ونډه واخلي.

ميک کريسټل په کندهار کي د امريکايي ځواکونو سره د جنګي نقشې د تشريح کولو پر مهال
ميک کريسټل په کندهار کي د امريکايي ځواکونو سره د جنګي نقشې د تشريح کولو پر مهالانځور: AP

په برلين کي د جنرال ميک کريسټل په دغه کتنه کي به په اصطلا د امريکايي څلور ستوري جنراله څخه څوک د خوږو خبرو د اوريدو تمه ونلري او دا چي ميک کريسټل دسياسي چارو د سترو مسولينو سره د خبرو په وخت کي خپل نظر په ډاګه سره بيانوي ، دا موضوع د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ته هم روښانه سوي ده.

په تير دوبي کي يي بارک اوباما ته پخپل يوه رپوټ کي هم داخبره په ډاګه کړه، چي د افغانستان دپاره زيات پوځي ځواکونه او زيات اکمالات په کار دي او که نه ناټو او امريکايان به په افغانستان کي ديوې ماتي سره مخامخ وي.

که سړي د 55 کلن جنرال ميک کريسټل پوځي ژوند ته يو لنډ نظر واچوي، نو ويني چي دی تل د خاصو پيچلو دندو دپاره موظف سوی او دی تر 2008 ميلادي کاله پوري Joint Special Operation Command په نامه د امريکا د متحده ايالاتو د خاصو پوځي عملیاتو قوماندان و. همدا شان دی په عراق کي هم د امریکايانو د خاصو عملیاتي واحدونو قومانداني په غاړه درلوده.

کله چي د افغانستان دپاره دیوې نوي ستراتيژي خبره رامنځ ته سوه نو ددې ستراتيژي دپاره نوی فکر په کار و او له همدې کبله و چي په افغانستان کي دناټو او د امريکايي ځواکونو د ستري قومانداني دنده ده ته وسپارل سوه.

AFP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل