1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان د افغانستان سره د 450 ملينو ډالرو د مرستي اعلان وکړی

۱۳۸۷ مرداد ۱۴, دوشنبه

د جمهوررييس حامد کرزي سره په نوي ډهلي کي تر کتني وروسته لومړي وزير من موهن سينګ ويلي چي هندوستان به په افغانستان کي خپل ټول وجايب تر سره کړي

https://p.dw.com/p/EqNO
د هندوستان لومړی وزير من موهن سينګ
د هندوستان لومړی وزير من موهن سينګانځور: AP

په کابل کي د هندوستان پر سفارت باندي د ځانمرګي بريد په اړه د هندوستان لومړي وزير من موهن سنګ د افغانستان د جمهوررييس حامد کرزي سره تر خبرو اترو وروسته ويلي دي چي:« د هندوستان پر سفارت باندي بريد دا د هند او افغانستان پر اړيکو باندي حمله وه» سينګ زياته کړې موږ موافقه وکړه چي تروريزم به پرېنږدو چي زموږ د ګد کار په مخ کي خنډ سي، موږ به د هغه پرضد په ګډه او ټنګار سره مبارزه وکړو.

هندوستان او افغانستان دواړه د پاکستان استخباراتي ادارې په کابل کي د جولای د مياشتي پر 17 نېټه د هندوستان پر سفارت باندي په حمله تورني کړي دي. چي پکښي د دوو هندي ډيپلوماتانو په شمول 54 تنه ووژل سول.

د نوي ډهلي په نظر طالب زور لاري چي د رقيب پاکستان د استخباراتو ملاتړ ورسره دی په افغانستان کي د هندوستان پر مشغولا باندي بريدونه کوي او هدف يي دادی چي په هغه هيواد کي د هندوستان د مرستو د کار په مخ کي خنډ سي.

لومړی وزير من موهن سينګ
لومړی وزير من موهن سينګانځور: AP Photo

د هندوستان لومړي وزير د کرزي سره يو ځاي ويلي دي چي بيله دغه نوو مرستو د افغانستان سره د هندوستان د مرستو کچه 750 مليونو ډالرو ته رسيږي. چي په دې ډول نو هندوستان د 2002 ميلادي کال راهيسي د افغانستان د مهمو مرسته کونکو هيوادونو په کتار کي راځي.

سنګ ويلي:« ما دجمهور رييس کرزي سره ژمنه کړې چي موږ په افغانستان کي خپل ټول وجايب سرته رسوو»

سينګ ويلي اضافه تر هغه 750 مليونو ډالرو چي ژمنه مو کړې نور 450 مليونه ډالره هم د افغانستان سره مرسته وکړو.

د هندوستاني ډيپلو ماتانو په خبره د سينګ او کرزي د خبرو اترو بنسټيز ه موضوع په افغانستان کي د هندي کارګرو ساتنه او د دوو اړخيزو پروژو پر مختګ و.

د افغاني هييت لخوا ويل سوي چي دوی په کابل کي د هندوستان پر سفارت باندي د بريد په هکله مفصل معلومات وړاندي کړي دي.

د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی
د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

کرزي پخپل وارسره د هندوستان د چارواکو څخه دافغانستان د بيا رغوني په برخه کي د مرستي په اړه مننه کړې او ژمنه يي کړي ده چي افغانستان به دتروريزم پر ضد په مبارزه کي ټينګ ملګری پاته سي.

نوي ډهلي اعلان کړی دی چي د افغانستان په لوديځ ولايت نيمروز کي به د دلارام او زرنج سړک ژر ترژره په اساسي توګه جوړ او افغاني مقاماتو ته ور تسليم کړي.

هندوستان د افغانستان د بيارغوني په برخه کي پراخه ونډه اخستې، چي پکښي د انرژۍ، د سړکونو جوړول، مخابراتو او ښووني او روزني د پروژو څخه يادونه کيدای سي.

داسي اټکل کيږي چي د افغانستان په پراختيايي پروژو کي 4000 هندي کارګرو او مامورينو ونډه اخستې ده.

کرزی چي د يکشنبې په ماښام يې هندوستان ته سفر کړی دی ددوشنبې په ورځ يي په رسمي ډول د هندوستان د جمهوري رييسې پراتيبهاپتيل سره د جمهوري رياست په ماڼۍ کي وکتل.

د هندوستان او افغانستان خبري اتري په سريلانکا کي د سارک يعني د جنوبي آيسا د سيمه ايز ګډ کار د ټولني د غړو هيوادونو د مشرانو تر کتني وروسته منځ ته راغلې. پدې کتنه کي په تيره بيا په سيمه کي د تروريزم د له منځه وړلو په هکله د يوه سيمه ايز ميکانيزم د پيداکولوپه اړه خبري وسوې.