نړیوال وجهي صندوق د یورو زون په اړه اندیښنه څرگنده کړه | دويچه ويله پښتو | DW | 20.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

نړیوال وجهي صندوق د یورو زون په اړه اندیښنه څرگنده کړه

د نړیوال وجهي صندوق مشرې کرستین لاګارډ، د یورو د حوزې په هلکه اندیښنې څرګندې کړي دي. نوموړې په واشنګټن کې وویل چې د یورو د حوزې بې ثباتي اوس هم نړیوال اقتصاد ته د خطر یوه سرچینه ده. لاګارډ زیاته کړه چې د وضعې د ښه والي او د یورو د هیوادونو د پراخو اقداماتو پرته، اوس هم خطر له منځه نه دئ تللی.

د اروپا د پورونو بحران او په نړۍ ئې د اغیزو ګواښونه به د جمعې له ورځې څخه په واشنګټن کې د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک تر منځ د جوړیدونکي غونډې مهمه موضوع وي. د دې سربیره به د نړیوال وجهي صندوق له خوا د پورونو د پراخولو پر موضوع هم خبرې وشي.

اړوند مطالب